٩٢ سلنه کردان خپلواک دولت غواړي

حفیظ سینٹر میں 18 اکتوبر کی صبح شارٹ سرکٹنگ کی وجہ سے آگ بھڑک اُٹھی تھی جس نے دیکھتے ہی دیکھتے دوسرے اور تیسرے فلور کو اپنی لپیٹ میں لے لیا تھا۔<br /> &nbsp;

د عراق کردي چارواکو د هغې ټولپوښتنې پایلې په ډاګه کړې چې د کردکستان د خپلواک هیواد په اړه دا اونۍ ترسره شوې وه.

په سلو کې ٩٢ کردان غواړي چې له عراق نه جلا خپلواک هیواد ولري. دا د هغې ټولپوښتنې پایله ده چې دا اونۍ په عراق کې ترسره شوه.

د کردستان د سیمې د انتخاباتو د کمیسیون مشر هیندرین محمد د چارشنبې په ورځ وویل چې په ټولپوښتنې کې شاوخوا ٧٢ فیصدو عراقي کردانو گډون کړی و چې شاخوا ۷ سلنې ګډوانو پکښې له عراق نه بیلتون ته منفي رایه ورکړې.

د عراق کردي چارواکو دا نتیجه په داسې حال کې اعلان کړه چې د عراق صدراعظم گواښ کړی چې له زور پرته به د هیواد یووالی ټینگ وساتي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي ددې سره چې یو قوي اکثریت د خپلواکۍ پلوي دی، داسې نه بریښي چې کردان په رسمي توگه خپلواکي ترلاسه کړي، خو دا ښایي د بغداد سره اوږدمهاله کړکیچ ته نوره لمن هم ووهي.

عراق او د هغه گاونډیو هیوادونو ایران، ترکیې، سوریې او ځينو نورو هیوادونو د سیمې د نقشې له بدلیدو سره مخالفت ښودلی دی.

دغه نظرپوښتنه د کردستان د نیمه خپلواکې سیمې په دریو ولایتونو او همداشان په څو لانجمنو سیمو کې شوې چې کردي قواوی کنترولوي خو بغداد یې د مالکیت ادعاکوي.

د عراق پارلمان چې عربان په کې اکثریت دي یو ١٣ ماده ییزه پریکړه لیک صادر کړی چې د هیواد صدراعظم حیدر البغدادي ته ددې اختیار ورکوي چې د تیلو غني ښار کرکوک په گډون لانجمنو سیمو ته قواوی واستوي.

هغه د وکیلانو سره په یوه غونډه کې په ټینگار سره وویل چې "فدرالي قوانین به په کردي سیمه کې د اساسي قانون په زور پلي کړي".

د چهارشنبې په ورځ البغدادي کردي مقاماتو ته امر وکړ چې د جمعې تر ورځې پورې د هوايي ډگرونو کنترول فدرالي حکومت ته ور په لاس کړي او گواښ یې وکړ چې که دا کار ونشي نو سیمې ته به پروازونه بند کړي.

دا په داسې حال کې دي چې په اربیل کې ترکي قونسگرۍ اعلان وکړ چې د ترکیې نه به کردستان پروازونه د جمعې په ورځ بند شي.