په روم کې د افغانستان سفارت وايي چې د ایټالیا پولیسو «محمد فهیم کشاف» له هغه وروسته له سفارت څخه وویست چې په «ناقانونه توګه او په زوره» د سفارت ودانۍ ته ننوت.
سفارت په خپل رسمي فیسبوک کې یوه اعلامیه خپره کړې چې ښاغلی کشاف په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت مخکنی کارکوونکی و خو د « نظام او اسلامي جمهوریت ارزښتونو څخه د سرکشۍ له کبله له دندې لېرې شوی» و.
په اعلامیې کې ادعا شوې ده چې نوموړی د «طالبانو له لوري نوی سفیر ټاکل شوی» دی. اعلامیه همدغه راز وايي چې ښاغلي کشاف په «زوره سفارت ته ننوتلی او په سفیر یې د فزیکي برید هڅه» کړې ده.
وايي د سفارت کارکوونکو د ایټالیا پولیسو ته زنګ وهلی او هغوی راغلی او محمد فهیم کشاف یې له سفارت څخه اېستلی دی.
تر دې دمه په خپله ښاغلي کشاف د افغانستان د سفارت د دغې اعلامیې او ادعاو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم په ایټالیا کې پولیسو په رسمي ډول په دې اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټویټر کې دا خبره رد کړې ده چې ګنې طالبانو ښاغلی کشاف «سفیر ګمارلی» دی.
نوموړي لیکلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت د بشري سرچینو د اسنادو له مخې ښاغلی کشاف « په۱۳۹۹/۹/۲۸ کې د ایټالیا په روم کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه ګمارل شوی او ۱۴۰۲/۹/۲۸ پورې په هغه هېواد کې د افغانستان رسمي دپلومات پېژندل کېده.»
ښاغلي بلخي همدغه راز لیکلي دي چې د هغه ماموریت لا ختم نه دی او د سفارت « د مسئولینو له لوري د هغه شړل یو غیر قانوني عمل او د هغوی له صلاحیتونو څخه ورپورته کار» دی.
طالبان د ۲۰۲۰ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او بیا یې خپل حکومت اعلان کړ خو تر دې دمه کوم هېواد هغوی په رسمیت پېژندلي نه دي.
له هماغې راهېسې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سفارت کارکوونکي د مخکني حکومت له لوري ګمارل شوي خلک دي. څه موده مخکې په اسلام ابادکې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو کنفرانس و او د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم یوه اعلامیه خپره کړې وه او داسې یې ښودل چې اوس هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دی.
څه موده مخکې پاکستاني چارواکو امریکا غږ ته منلې وه چې په اسلام اباد کې د طالبانو له لوري معرفي شویو کسانو او دپلوماتانو کارونه پیل کړي دي او د مخکني حکومت د دپلوماتانو ځای یې نیولی دي.