د فراه ولایت د تیرې شپې جګړو کې لس افغان پولیس وژل شوي

AFGHAN TALIBAN

د فراه ولایتي چارواکي وايي چې لس افغان پولیس د وسله والو طالبانو سره تیره شپه په جګړه کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نږدې ۲۵۰ وسله والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ د فراه رود بازار،منډی، بازار منځ، د فراه رود پل او د د لویې لارې د کنډک په قرارګاه پوستو باندې پر یو وخت بریدونه وکړل چې د دواړو خواو ترمنځ جګړو د نن سهار پورې دوام درلود.

ښاغلي باهر وویل په دې جګړو کې لس افغان پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي په دې جګړو کې اته طالبان هم وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي او سیمه هم د پخوا په څیر د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.

خو د فراه ولایتي شورا غړي وایي په دې جګړو کې یوولس افغان پولیس وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د ولایتي شورا د غړو د ادعا له مخې وسله والو طالبانو د دغو پوستو ټول پوځي تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

خو د فراه ولایتي چارواکي د ولایتي شورا د غړو ادعا نه مني.

وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په روان هجري شمسي کال کې وسله والو طالبانو په پرله پسې توګه د فراه ولایت کې پر میشتو افغان ځواکونو بریدونه کړي دي، همدا تیره اونۍ هم د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په جګړو کې د ملي اردو اته سرتیري وژل شوي وو او درې نورټپیان شوي وو.