په ممبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو دیپلومات کار پیل کړ - باختر

د طالبانو د حکومت دغه دپلومات د کار د پیلیدو خبر په داسې حال کې ورکړل شوی چې تیره اونۍ یو لوړ پوړي هندي پلاوي کابل ته سفر کړی وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ددغه حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس ته د هند د ممبۍ په ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو د یو ديپلومات د ګمارلو خبر ورکړی دی.

باختر اژانس د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۲(لړم ۲۲) په یو راپور کې ویلي: " له بهرنیو چارو وزارت څخه یوې معتبرې سرچینې باختر اژانس ته تائيد کړه، چې حافظ اکرام الدین کامل د هند په ممبی ښار کې د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له لوري سرپرست قونسل ټاکل شوی دی. کامل د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي او تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست معاون پاتې شوی. نوموړی اوس مهال ممبۍ کې دی او هلته د اسلامي امارت [طالبانو حکومت]د ډيپلومات په توګه دنده ترسره کوي."

تراوسه د هند د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا راپور په رسمي ډول نه دی تائید کړی. دمخه هندي رسنیو راپور ورکړی وو چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت په هغه وړاندیز باندې غور کوي چې ممبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو دیپلومات ومني.

دغه دیپلومات په داسې حال کې په هند کې د طالبانو د لومړني لوړ پوړې دیپلومات په توګه کار پیل کړی، چې تیره اونۍ د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازې جې پي سینګ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی وو او د طالبانو د بهرنیو او دفاع وزارتونو له سرپرستانو سره یې کتلي وو.

هند د بهرینو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ددې پلاوي د سفر په اړه خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د هندي پلاوي د خبرو اصلي موضوع افغانستان کې د بشري مرستو اړوند مسایل وو.

هند د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د نورو یو شمیر هیوادونو په څیر خپل سفارت تړلی و، چې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې یې بیرته پرانیستی دی، خو د طالبانو حکومت یې لا په رسمیت نه دی پیژندلی.