طالبان: افغانستان نهو میاشتو کې له ایران څخه د څه باندې دوو میلیاردو ډالرو توکي وارد کړي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي له ایران څخه افغانستان ته په وارداتي توکو کې ډیزل او پټرول او هم د فابریکو خام مواد شامل دي.( عکس ارشیف).

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوو میلیاردو او ۱۹۴ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷(تلې ۲۶) رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې افغانستان په دې موده کې یوازې ۳۸ میلیونو ډالرو په ارزښت ایران ته توکي صادر کړي دي.

ښاغلي جواد ویلي: "د روان ۲۰۲۴ کال په نهو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه دوه میلیارده او ۱۹۴ میلیونو ډالرو ته رسیدلي ده چې ددې ډلې ۳۸ میلیونه ډالره ایران ته صادرات او دوه میلیارده او ۱۵۶ میلیونه ډالر واردات دي".

هغه ویلي چې له افغانستان څخه ایران ته په صادراتي عمده توکو کې کانونو ډبرې، ممیز، د څښاک مختلف توکي او د کنجدو دانې شاملي دي او له ایران څخه افغانستان ته په وارداتي توکو کې ډیزل، پټرول، فابریکو خام مواد او اوبلن ګاز شامل دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ایران څخه افغانستان ته د وارداتي توګو د زیاتیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ویلي چې په روان کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۶۰ او ۷۰ فیصدو پورې کمه شوې ده.

ددغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته ویلي چې پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د کمښت علت په پرله پسې ډول د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحد بندیدل او د پاکستان د ګمرک د مامورینو له خوا د افغانستان د تازه میوو او ترکارۍ په ګډون په ۱۲ صادراتي توکو باندې د ۲۰۰ او ۳۰۰ فیصدو پورې د محصول لوړل ښودلي دي.

خان جان الکوزي وویل چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د سپین بولدک – چمن د سرحدي لارې پرته د تورخم په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ اکثره سرحدي لارې تړلې وې.

هغه وویل چې سږکال تراوسه له لسو ځلو څخه زیات د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد تړل شوی دی. همداشان هغه وویل چې په پاکستان کې سیمه ییز حکومتونه هم پر افغان ترانزیټي مالونو سیمه ییز ټکسونه هم لګولي دي. هغه د مثال په توګه وویل چې د خیبر پښتونخوا ایالت له افغان سوداګرو دوه فیصده سیمه ییز ټکس اخلي.

افغان سوداګر وايي چې ددغو ستونزو له امله هغوی هڅه کوي چې د پاکستان له لارې خپل هیواد ته د مالونو د انتقال پرځای د ایران د بندر عباس او چابهار بندر له لارې او هم د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې مالونه وارد کړي. افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی اوبحر ته د نورو لارو پرځای د پاکستان کراچۍ بندر ته نږدې پروت دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ نږدې دوه اونۍ دمخه وویل چې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ایران د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي په مشرۍ په کابل کې په یوه غونډه کې د چابهار بندر او ازادې سیمې په اړه خبرې کړې وې.

دغه وزارت ویلي و چې په دې غونډه کې ایران ته د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یو پلاوي د سفر پرمهال په دې برخه کې د شویو موافقو د عملي کیدو په لارو چارو هم خبرې کړي دي.

دغه وزارت ویلي : "په دې غونډه کې چابهار ته د رقابتي بڼې د ورکولو او د موافقو د عملي کیدو لپاره او د دواړو خواو ترمنځ د لا زیاتو بحثونو ترسره کیدو لپاره د دواړو لوریو د مسولینو یوه تخنیکي کمیټه هم وګمارل شوه".

د نړیوال بانک د یو راپور له مخې د تیر ۲۰۲۳ کال پرتله سږکال د افغانستان واردات زیات شوي دي.