طالبان: د نجونو ښوونځیو پرانیستلو لپاره پر یوې طرحې کار روان دی

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکي وايي د ټولو افغانانو حقونو او په ځانګړي ډول د زده کړو د حق په ګډون د ښځو او نجونو " شرعي حقونو" ته ژمن دي او د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یې هڅې دوام لري.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس او ویاند عزیز احمد ریان د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۴ ( حمل ۲۵) رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو حکومت نجونو او ښځو ته د زده کړو مصون چاپیریال برابرول خپله " ملي او شرعي وجیبه" ګڼي.

طالبانو د خپلو ژمنو پرخلاف د حمل په درییمه د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د نامعلومې مودې پورې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو اعلان وکړ. افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ څخه د اتو میاشتو په تیریدو سره لا هم په دغه هیواد کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

عزیز احمد ریان دغه څرګندونې د " پاک-افغان جرګې" تر نامه لاندې په انلاین بڼه جوړې شوې غونډې ته کړي دي.

ښاغلي ریان ویلی " اسلامي امارت د اسلام د مقدس دین اساساتو اوافغاني فرهنګ ته په پاملرنې د شپږم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د زده کړو د پیل لپاره د یوې طرحې او میکانیزم په جوړولو په جدي ډول کار کوي تر څو په عملي ډول پلی یې کړو،چې په دې برخه کې تر یوه حده پرمختګ هم شوی دی".

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس او ویاند د وینا له مخې افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښونځي په دایمي ډول نه دي تړل شوي، بلکې نجونو ته د یو مصون چاپیریال د رامنځ ته کولو وروسته به ژر پرانیستل شي.

افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په دوام نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د نجونو دټولو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده . د دغو غوښتنو په لړ کې د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش خبرداری ورکړی چې د نجونو ښوونځیو بند پاتې کیدل به ټول افغانستان ته د زیان سبب شي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی د افغانستان د ملت مشروع غوښتنو درناوی کوي خو په هیڅ ډول به " بهرنیو" فشارونو ته تسلیم نشي.

دمخه امریکا او اروپايي ټولنې هم د طالبانو غوښتي وو، چې که چیرې نړیوال مشروعیت په لټه کې وي نو باید یو ټولشموله حکومت جوړاو د ښځو اونجونو په ګډون د ټولو اوسیدونکو حقونو ته درناوی وکړي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د معلوماتو پر اساس اوس مهال په افغانستان کې له دوه میلیونو او ۷۰۰ زرو څخه زیاتې نجونې له شپږم ټولګي څخه په ښکته ټولګیو کې په زده کړو بوختې دي.