طالبان وايي متحده عربي اماراتو کې یې د برېښنايي تذکرو د وېش څانګه بېرته پرانیستله

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې په متحدو عربي اماراتو کې یې د اسان خدمت له لارې د برېښنايي تذکرو د وېش څانګه بېرته پرانیستله.

د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع د جولای ۷ (چنګاښ ۱۷) د اکس په ټولنیزه شبکې کې لیکلي چې د برېښنايي‌ تذکرو د ویش یاده څانګه په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه بیرته پرانیستل شوې ده.

د افغانستان پخواني حکومت په ۱۴۰۰ کال کې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د برېښنايي‌ تذکرو د ویش مرکز پرانیستلی و خو پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د یاد مرکز فعالیتونه ځنډول شوي و.

محمد حلیم رافیع ویلي چې د اسان خدمت له لارې د برېښنايي تذکرو د ویش په دې څانګه کې به په متحده عربي‌ اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د برېښنايي تذکرو سربیره د زېږون کارتونو او د مړینې اسنادو د ترلاسه کولو په برخو کې هم خدمات وړاندې شي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو د ادارې د برېښنايي تذکرو د تخنیکي چارو د انسجام رییس سلطان احمد سباوون په متحده عربي‌ اماراتو کې د برېښنايي‌ تذکرو د ویشلو څانګې پرانیستل بهر مېشتو افغانانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بللی دی.

د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ادارې د معلوماتو په اساس دغه اداره په پام کې لري ترڅو په یو شمیر نورو بهرنیو هېوادونو کې هم افغان کډوالو ته د اسانتیا د برابرولو په موخه د اسان خدمت مرکزونه پرانیزي.

له دې وړاندې د افغانستان پخواني حکومت د ایران په یو شمیر ښارونو کې میشتو افغانانو ته د برېښنايي‌ تذکرو د ویشلو څو مرکزونه پرانیستلي و.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ لمریز کال په غبرګولي میاشت د برېښنايي تذکر, د ویشلو بهیر رسماً پیل کړ.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې د شمیرو له مخې د بریښنايي تذکرو د ویش له پیل څخه تر اوسه شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانانو دا تذکرې ترلاسه کړي دي.