د نړیوالو د انتقاد باوجود طالبانو ۹ نارینه او ښځې عام محضر کې په درو ووهل

طالبانو د نړیوالو د انتقاد سره سره په جرمونو محکومو کسانو په عام محضر کې سزا ورکوي

طالبانو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې۱۸) وویل چې د زنا په ګډون په بېلا بېلو جرمونو محکوم نهه کسان، چې دوې یې ښځې وې، په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په دغو کسانو کې یې پنځه تنه د طالبانو د مشر هبت الله په ټاټوبي کندهار کې په درو وهل شوي چې د سیمې طالبان، مقامات، عدلي چارواکي او عام خلک یې لیدو ته راټول وو. دغو کسانو ته د لوبو په میدان کې سزا ورکړل شوې.

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې دغه پنځه کسان په لواطت، زنا او غلا محکوم شوي وو، چې هر یوې ۳۹-۳۹ درې وهل شوي او د دوو کالونو څخه نیولې تر پنځو کالونو پورې په زندان محکوم شوي.

دغې سترې محکمې په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوه نارینه او دوې ښځې یې په تخار او سمنګان کې هم په عام محضر کې د زنا په تور په درو وهلي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته، طالبانو د لوبو په میدانونو کې سلګونه کسانو ته سزاوې ورکړې دي.

طالبانو د روان کال د جولاۍ په میاشت ۶۳ کسان په عام محضر کې په درو ووهل چې ۱۴ یې ښځې وې. طالبانو وویل چې دا کسان په زنا او نورو «اخلاقي جرمونو» محکوم شوي وو. طالبانو همدغه راز په قتل محکوم پنځه کسان په عام محضر کې اعدام (قصاص) کړي دي.

نړیوالې غندنې

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلا بېلو سازمانونو او هېوادونو د طالبانو دا ډول سزاګانې غندلې، د نړیوال قانون او بشري حقونو خلاف یې بللی او د بندولو غوښتنه یې کړې ده. خو طالبان وايي چې د «شریعت په اساس» دا سزاګانې ورکوي.

ملګرو ملتونو او د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د بشري حقونو او په خاص ډول له ښځو سره د طالبانو په چلند نیوکې کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «موږ بیا دا خبره واضحه کوو چې د اړیکو د عادي کولو په برخه کې هر مهم ګام د بشري حقونو په هکله د طالبانو د چلند له بدلون سره تړلی. او په نړیوالې ټولنې کې په دې اړه پام وړ اتحاد موجود دی.»

طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی او په دې سره افغانستان یوازینی هېواد دی چې په نجونواو ښځو یې دا ډول بندیز لګول شوی. په دې سربېره طالبانو په حکومتي او نا حکومتي ادارو کې د ښځو کار هم بند کړی دی.

طالبانو تېره میاشت د «امربالمعروف» قانون توشیح کړ چې د منتقدینو په وینا د افغان ښځو په حقونو باندې یو بل ګوزار و. په دغه قانون کې په عام محضر کې د ښځو غږ اخلاقي تېروتنه بلل شوې او له ښځو غوښتل شوي چې له کور د باندې خپل ټول بدن او مخ پټ کړي. همدغه راز یې له ښځو او نارینه وو غوښتل شوي دي چې نامحرمو ته ونه ګوري.