د کډوالو نړیواله ورځ؛ طالبان وايي ګاونډیان د نړیوالو معیارونو خلاف افغان کډوال شړي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي چې د افغانستان ګاونډیان د نړیوالو معیارونو پرخلاف افغان کډوال له خپلو هیوادونو شړي، چې دا کار د هیوادونو ترمنځ د کرکې د خپریدو سبب کیږي.

مولوي حنفي د دوشنبې په ورځ ډسمبر۱۸( لیندۍ ۲۷) کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل چې د افغان کډوالو سره د ګاونډیانو چلند د دوو ملتونو ترمنځ د کرکې د خپریدو سبب شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي چې ددغه حکومت له خوا پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو د همغږۍ لپاره د ټاکل شوي عالي کمیسیون مشر هم دی وویل چې دغه کمیسیون تراوسه له پاکستان څخه ۵۸ زره ستنې شوي کورنۍ ثبت کړي چې ددغې ډلې له ۱۳ زرو څخه زیاتې کورنۍ بیلابیلو ولایتونو ته انتقال شوي دي.

د ۱۹۹۰ کال راهیسې د ډسمبر ۱۸ په نړۍ کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی چې په زیات شمیر اوسیدونکي یې په بهرنیو هیوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا لومړي مرستیال عبدالغني برادر دې غونډې کې د کډوالو او د فلسیطینانو سره د نړیوالې ټولنې په چلند هم انتقاد وکړ او ویې ویل چې په کار دي نړیواله ټولنه د نمایشي غونډو پر ځای عملي ګامونه پورته کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنه

د کډوالو د نړیوالې ورځې سره هممهاله د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستان څخه د ستنیدونکو کډوالو په وضعیت باندې اندیښنه ښودلي او ویلي دي چې اکثره ستنیدونکي کډوال په دې نه پوهیږي چې څنګه به ددې سخت ژمي څخه ځانونه وژغوري.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ ډسمبر۱۸( لیندۍ ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د پاکستان څخه افغانستان ته اکثره ستنې شوې کورنۍ په دې نه پوهیږي چې چیرته لاړې شي.

دغه پروګرام ویلي: "د خوړو نړیوال پروګرام تراوسه د ۲۸۰ زرو څخه له زیاتو په جبري ډول ستنو شویو کډوالو سره د خوړو او نغدو پیسو مرستې کړي دي. د هغوی اکثره د تللو لپاره ځای نلري او په دې هم نه پوهیږي چې د افغانستان د سخت ژمي څخه به څنګه بچ پاتې شي."

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې اوس مهال یوازې د افغانستان په دووګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان کې له اتو میلیونو څخه زیات افغانان د کډوالۍ ورځې شپې سبا کوي.

ایران او پاکستان کې افغان کډوال

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)ویلي چې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، خو ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو شمیر له پنځه میلیونو څخه اوښتی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیراحمد وحیدي ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې تر پنځه میلیونو پورې افغان کډوال د اوسیدانې په قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.

ښاغلي وحیدي ویلي چې په وروستیو میاشتو کې یې د قانوني اسنادونلرونکي شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هیواد څخه بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي. خو هغه ویلي چې ددغو ستنو شویو افغان کډوالو یو شمیر یې بیرته دغه هیوادته کډه کړې ده.

همداشان د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) په اسلام اباد کې په یوې غونډې ته وویل چې دا مهال په پاکستان کې ۲.۳ میلیون افغانان، چې د اوسیدو اسناد لري اوسېږي او ددغه شمیر سربیره ۱.۴ میلیونه نور د اسویدلو د قانوني اسنادو پرته په دغه کې ژوند کوي.

ښاغلي دراني وویل چې د پاکستان د حکومت د پریکړې له مخې به د قانوني اسنادو نلرونکي ۱.۴ میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته واستول شي. هغه وویل چې تراوسه نږدې ۴۵۰زره د قانوني اسنادو نلرونکي افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو بنسټونو له پاکستان څخه په ډله ییزاو جبري ‌ډول د افغان کډوالو د ایستلو په پریکړه انتقادونه کړي او له دغه هیواد څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو د پلان د لغوه کیدو غوښتنه کړې، خو اسلام اباد تراوسه د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.