طالبانو کابل کې د دوو ښځو په ګډون اوه تنه نیولي

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې نیول شوي کسان په "اخلافي فساد" باندې تورن دي او اړوند ادارو ته د پلټنو لپاره سپارل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې ددغه وزارت محتسبینو د کابل په ځینو برخو کې د څارنې پرمهال د "اخلاقي فساد" په تور د دوو ښځو په ګډون اوه تنه نیولي او په زندان کې اچولي دي.

دغه وزارت د سه شنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۲۹ ( لړم اتم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا تورن کسان د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښاري محتسبانو له خوا د کابل ښار په ۲۲ حوزو کې د څارنې پر مهال نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې نیول شوي کسان په "اخلافي فساد" باندې تورن دي.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې نیول شوي کسان د پلټنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

دا په تیره یوه میاشت کې دوهم ځل دی چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبان په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې یو شمیر کسان د اخلاقي فساد په تور نیسي او په زندان کې یې اچوي. د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ښاري کارکوونکو تیره میاشت هم په کابل شپږ تنه د "نامشروع اړیکو" د لرلو په تور کابل کې نیولي وو.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د توشیح وروسته چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ ( زمري ۳۱) ټول افغانستان کې نافذ شوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اخلاقي څارنې د کارکوونکو له خوا په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د اخلاقي څارنې بهیر پراخه شوی دی.

د پروان ولایت د مرکز د چاریکارو په ښار کې یو اوسیدونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي امریکا غږ ته په یو پیغام کې ویلي چې د طالبانو د مشر له خوا د نوي قانون د توشیح وروسته د امربالمعروف محتسبین د ښار په دننه کې د ګڼې ګوڼې په ځایونو ګرځي راګرځي او حتی چې د خلکو شخصي ګرځنده تیلیفونه هم څاري.

هغه وویل: "د پروان ولایت د امربالمعروف ریاست اکثره محتسبین پر وسلو سمبال شوی او په مارکیټونو، لیلامي پلورلو مارکیټونو،هوټلونو او د سلمانیو دکانونو ته ورځي او د کومو کسانو چې د سر د ویښتانو او مخ بڼه یې خوښه نشي ورته سپارښتنه کوي او حتی چې وهي یې".

د کابل په ښار کې هم یو شمیر ښاریان وايي چې په دې وروستیو ورځو کې د دغه ښار په لارو او کوڅو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبانو څارنه پراخه شوې ده. دغه ښاریان ادعا کوي چې د خلکو سره په ځانګړي ډول ځوانانو او ښځو سره د محتسبینو چلند سم نه دی.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح شوی او د اګست د ۲۱ ورځې راهیسې په افغانستان کې نافذ شوی دي. په دې قانون کې په ټولنیز ژوند کې پر افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې نور محدودیتونه هم په پام کې نیول شوي دي.

دا قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري، د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي په کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو څخه نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ باندې خبرې کول عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي

ددغه قانون پلي کیدل د ملګرو ملتونو او بشري حقونود بنسټونو له خوا په نړیواله کچه غندل شوي او د طالبانو غوښتل شوي چې دا قانون دې لغوه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا دغه قانون "د افغانستان د راتلونکي لپاره یو دردونکی لیدلوری بللی، چې اخلاقي پلټونکو ته اختیارات ورکړل شوي چې هر څوک د پراخو او ځینې وخت مبهمو سرغړونو په تور وګواښي او توقیف یې کړي."

ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون ددغه ډلې له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل امکان ته صدمه رسوي.

خو د طالبانو حکومت ددغه قانون پر پلي کیدو ټینګار کړی دی. ددغه حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف خیبر ددغه قانون په تړاو د خلکو نیوکو او اندیښنو ته په کتنې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ ( تلې اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا وزارت په ټولنه کې د منکراتو له منځه وړلو او معروفاتو اقامې ترڅنګ د شریعت په چوکات کې د ښځو حقونو ورکړې او د ناوړه دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی

هغه ویلي: "د امر بالمعروف وزارت مسؤولین ژمنه کوي چې د ټولنې په ټولو وګړو به د نوي قانون په پلي کولو کې له هېڅ راز هڅې ډډه ونکړي او ډاډ لري چې د یاد قانون په پلي کولو به ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي برخه کې خورا مثبت بدلون رامنځته ته شي."

دمخه ددغه وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د امربالمعروف قانون پلي کول د طالبانو د حکومت یوه سره کرښه ګڼلې وه او ددغه قانون په پلي کولو یې ټینګار کړی وو.