طالبان: هرات کې د پاشدان بند جوړولو کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی

د هرات ولایت د کرخ په ولسوالۍ کې د پاشدان بند جوړولو کار د ۱۳۹۰ لمریز کال کې د ۱۱۷ میلیونو ډالرو په مصرف چې د پخواني حکومت د انکشافي بودیجې څخه تمویل کیده پیل شوي وو.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د هرات په ولایت کې د پاشدان د اوبو د بند د جوړولو کار د دوام خبر ورکړی او ویلي دي چې اوس مهال ددغه بند د جوړولو چارې تر ۸۰ فیصدو پورې بشبړې شوي دي.

دغه وزارت د شنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۳(لیندۍ درېیم) په یوه خبرپاڼه کې ددغه بند جوړول د طالبانو د حکومت د یوې سترې پروژې په توګه یاد کړی او ویلي دي چې پر دغه بند باندې په چټک ډول کار روان دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د هرات د ولایت د پاشدان بند د انرژۍ او اوبو وزارت له سترو پروژو څخه دی، اوس مهال ددغه بند په مختلفو برخو کې کارونه روان دي. ددغه بند کار تر ۸۰ فیصدو پورې پرمخ تللی او پاتې کارونه به یې ژر بشپړ اوبند به ګټې اخیستنې ته چمتو شي".

ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس ددغه بند د کار پر بشپړیدو سره به په بند کې ۵۴ مترمکعبه اوبه ذخیره شي او د زرګونو هکتاره ځمکې د خوړوبه کولو سربیره به دوه میګاواټه بریښنا هم تولید شي.

د هرات ولایت د کرخ په ولسوالۍ کې ددغه بند د جوړولو کار د ۱۳۹۰ لمریز کال کې د پخواني رژیم پر مهال د ۱۱۷ میلیونو ډالرو په مصرف چې د حکومت د انکشافي بودیجې څخه تمویل کیده پیل شوي و. ټاکل شوې وه چې ددې بند د جوړولو کار په دریو کلنو کې بشپړ شوی وی، خو د امنیتي دلایلو په ګډون د یو شمیر دلایلو له مخې يې کار ځنډول شوی و.

دا بند د هرات په ولایت کې د سلما د بند وروسته دوېیم لوی بند دی، چې د چارواکو د وینا پراساس په بشبړیدو سره به یې شاوخوا ۱۳ زره هکتاره ځمکه د اوبو لاندې شي او هم به دوه میګاواټه بریښنا تولید کړي.

طالبانو پر دغه بند باندې کار په داسې حال کې پیل کړی چې د پخواني رژیم چارواکو پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو دمخه طالبانو باندې تور لګولی و چې پر بندونو باندې د دغې ډلې بریدونه د بندونو او نورو ملي پروژو د کار د خنډیدو سبب شوي دي.

په تیرو ۲۰ کلنو کې او په ځانګړي ډول د جمهوري رژیم په وروستیو کلنو کې په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړولو لپاره ډیره پانګونه شوې وه، چې ددغو پروژو پر ځینو یې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته هم کار دوام موندلی دی.

د پخواني رژیم د چارواکو د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست دمخه په افغانستان کې د اوبو د بندونو پر ۱۳ پروژو باندې کار دوام درلود، چې اوس مهال د څو بندونو پرته پر نورو بندونو باندې کار ځنډول شوی دی.

اکثرو دغو بندونو د جوړولو پروژو ته بودیجه نړیوالو مالي ادارو برابروله، چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته دغو ادارو ددغو پروژو تمویلول هم ځنډولي دي.

په دغو بندونو کې په هلمند کې د کجکي بند، د فراه په ولایت کې د بخش اباد بند، د پکتیا په ولایت کې د مچلغو بند، غزني ولایت کې د سلطان بند، زابل ولایت کې د توري بند، پکتیکا کې د پلتو بند، کابل کې شا ه او عروس بند، هرات کې د پاشدان بند، بدخشان کې د شورابک بند او د اروزګان په ولایت کې سراب او شفلوغ بند پر جوړولو باندې کارونه تر یوه حده پورې رسیدلي وو.