په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو د یو کال په پوره کېدو سره ددغې ډلې په لیکو کې دا موضوع را پورته شوې ده چې د دوی مشران تر کومه حده اصلاحات او بدلون زغملای شي.
طالبان په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د خپل حاکمیت په لومړنۍ دوره کې د بشري حقونو او آزادیو په ځپلو مشهور دي، خو دا ځل یې ژمنه کړې وه چې د خپلې حکومتدارئ تګلاره به بدلوي او په ځینو برخو کې د دوی په چال چلند کې، لږ تر لږه ظاهري بدلونونه راغلي دي.
په کابل کې چارواکو ټکنالوژي د یوه اصل په توګه منلې او د کرکټ لوبغالي له نندارچیانو ډک دي.
طالبانو د خپلې حکومتدارئ په لومړۍ دوره کې د تلویزیون پر کتلو بندیز لګولی وو، خو په اوسني حاکمیت کې یې افغانان انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري.
نجونې لږ تر لږه ابتدائیه ښوونځیو ته د تللو اجازه لري او ښځینه خبریالانې له محدودیتونو سره سره لا تر اوسه په رسنیو کې فعالیت لري؛ دا ټول هغه څه دي چې د طالبانو په لومړني حکومت یې چا فکر هم نشو کولای.
ددغې ډلې سخت دریځه مشران او قومندانان هر هغه اساسي ایډیولوژیکي بدلون ته تیار ندي چې لمخې یې وانګېرل شي چې دوی په لوېدیځ کې خپلو مخالفینو ته سر ټیټوي.
د نړیوال بحران ګروپ د افغانستان څېړونکی محمد ابراهیم باحث وايي، د طالبانو یوه برخه د هغه څه پلوي کوي چې دوی یې اصلاحات بولي، او بله برخه یې بیا حتی دغه ناڅیر اصلاحات زیاتی بولي.
متحده ایالتونو او متحدینو یې چې په تیرو شلو کلونو کې یې د افغانستان ملاتړ کړی دی، د طالبانو پر حکومت او بانکي سیستم بندیزونه لګولي دي او له دغې ډلې څخه د اصلاحاتو غوښتنه کوي.
په دې برخه کې د پرمختګ نه کېدو په صورت کې، په دغه هېواد کې روان اقتصادي بحران عام افغانان له کړاو سره مخامخ کړي دي او ځینې کورنۍ د ژوند چلولو دپاره د خپلو اولادونو او د بدن د غړو خرڅولو ته حاضر شوي دي.
'نظریاتي په شا تګ'
څېړونکي د طالبانو په تګلارو کې د بدلون راتلو په اړه شک ښيي او وايي چې اکثره دغه بدلونونه ظاهري دي.
په واشنګټن کې د ویلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان د چارو کارپوه مایکل کوګلمن وايي: "په ځینو مواردو کې په پالیسۍ کې بدلون لیدلای شو، خو باید واضح کړو... داسې ښکاري چې دغه ډله له خپل نظریاتي په شا تګ څخه نه اوړي".
د نجونو پر مخ لا تر اوسه له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي. ډیری ښځینه کارکوونکي له دولتي دندو څخه ایستل شوي دي او یا له خپلو دندو څخه د لیرې کیدو وېره ورسره ده.
په ځینو سیمو کې عادي تفریحي چارې لکه موسیقي اورېدل، د چلم څکول او قطعه بازي په جدي ډول څارل کیږي، لاریونونه ځپل شوي دي او خبریالان په مسلسل ډول ګواښل شوي او یا بندیان شوي دي.
د لویدیځ له لورې د ټول شموله حکومت جوړولو غوښتنه له پامه غورځول شوې ده او په کابل کې څو ورځې وړاندې د القاعده د رهبر وژل کېدو وښودله چې طالبان لا تر اوسه له جهادي ډلو سره اړیکې لري.
اصلاحاتو ته غاړه ایښودل
د طالبانو د قدرت اډانه په کندهار کې ده چیرې چې ددغې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپلې ځواکمنې داخلي کړۍ کې باتجربه جنګیالي او دیني عالمان راټول کړي دي چې د شریعت د عملي کولو سخت دریځه تګلاره وټاکي.
ددغې کړۍ دپاره ایډیولوژیکي اندېښنې تر سیاسي او اقتصادي بدلونونو مهمې دي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د سلاکارانو د شورا غړي محمد عمر خطابي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: "د افغانانو ضرورتونه همهغه دي چې ۲۰ کاله وړاندې وو".
په کندهار کې د امر بالمعروف رئیس عبدالرحمن طیبي چې د طالبانو د مشر د سلاکار دنده هم لري، د ښاغلي خطابي سره هم نظره دی او وايي: "زموږ خلک د نورو هېوادونو د خلکو په څېر ډیرې غوښتنې نلري".
د مارچ په میاشت کې افغانان له دې امله هیښ شول چې ملا هبت الله اخندزاده د معارف وزارت د تصمیم برعکس د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لیسو د نه پرانیستلو امر وکړ. ځینې کتونکي وايي، هغه اندېښنه لرله چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل به دی سخت دریځو طالبانو ته داسې وښيي چې په دې اړه د لویدیځ غوښتنو ته تسلیم شوی دی.
افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له لورې د مرستو د بیرته پیلولو د هڅو ناکامېدو په کابل کې د طالبانو ډیر چارواکي ناهیلې کړي دي او ډیرو یې په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
د لویدیځ ډیپلوماتان په متواتر ډول د طالبانو له وزیران سره مذاکرات کوي خو د دوی له رهبر سره یې ندي لیدلي. په دغو مذاکراتو کې هم ډیر پرمختګ نه دی شوی. او د طالبانو د مشرتابه له لوري ډیرو فرمانونو وښودله چې دا ډله هڅه کوي هغه تګلاره غوره کړي چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې د خپلې واکمنۍ په لومړنۍ دورې کې لرله.
په کندهار کې د حمادیه مدرسې سرمدرس او د ملا هبت الله اخندزاده د سلاکارانو د شورا غړی عبدالهادي حامد وايي: "هغه (ملا هبت الله اخندزاده) تر اوسه خپل ټول تصمیمونه له دیني عالمانو سره د مشورو له مخې نیولي دي".
اخندزاده د طالبانو په تحریک کې د یووالي په ساتلو ټینګار لري او هڅه یې کړې ده چې ددغه تحریک په داخل کې د مختلفو خواوو تر منځ برابري وساتي – پدې کې د طالبانو په لیکو کې هغه مختلفې برخې شاملې دي چې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په وړاندې د طالبانو د تېر کال د بري د لامل کېدو ادعا کوي.
که څه هم د هبت الله اخندزاده سلاکاران په دې باور دي چې طالبان کولای شي له نړیوالو پیسو پرته نظام وچلوي، خو د افغانستان د اقتصاد د بشپړ سقوط څخه د مخنیوي دپاره ددغه هېواد د کنګل شویو میلیاردونو ډالرو آزادېدل اساسي ګڼل کیږي.
د لویدیځ یوه دیپلومات د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل: "موږ پوهیږو له طالبانو سره معامله شونې ده، خو طالبان نه غواړي وښيي چې معامله کوي".
اقتصادي فشارونه
د طالبانو د تحریک په داخل کې، هیڅوک جرأت نه کوي چې په ښکاره ډول د هبت الله اخندزاده واک چلینج کړي، خو په ټیټ پوړو طالبانو کې داسې ښکاري چې نارضایتي د پراخېدو په حال کې ده.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د طالبانو د منځنۍ طبقې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل: "د طالبانو جنګیاليو ته معالشونه پر وخت نه رسیږي او معاشونه یې کم دي. هغوی نا راضه دی".
د طالبانو یوه بل غړي وویل چې ډیری طالبان بیرته خپلو کلیو ته ستانه شوي او یا پاکستان ته تللي دي چې ځان ته بل کار روزګار پیدا کړي.
طالبانو هڅه کړې ده چې د ډبرو د سکرو له لارې عواید زیات کړي، خو دې کار د هېواد په شمال کې مخالفوتونه راپارولي او له امله یې داخلي جګړو، قومي او مذهبي نفاق زور اخیستی دی.
ژمي ته یوازې څو میاشتې پاتې دي. په افغانستان کې د خوراکي موادو کمښت او سړه هوا به د نړۍ ددغه بې وزلي هېواد په مشرانو فشار نور هم زیات کړي.
د ویلسن څېړنیز مرکز د مایکل کوګلمن په باور، دغه فشارونه به په افغانستان کې وېش او خپلمنځي شخړې نورې هم پراخه کړي، خو وايي ښايي هغومره نه وي چې په پالیسیو کې یې لوی بدلون رامنځته شي. هغه وايي: "دې ته په کتو سره چې د طالبانو مشرتابه پر ایډیولوژۍ ټینګار کوي، که دوی خپل سیاسي پایښت ته جدي خطر هم احساس کړي، معلومه نه ده چې بدلون ته به غاړي کیږدي او که نه".