طالبانو د بدخشان د وردوج د ولسوالۍ په پوستو برید کړی

مخالفو وسله والو د تیرو دریو میاشتو را به دیخوا د بدخشان په ولایت کې د افغان حکومت په خلاف خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

د بدخشان ولایتي چارواکي وایي چې مخالفو وسله والو د دغه ولایت د وردوج ولسوالۍ د تیرګران په ستراتیژیک پوځي مرکز د تیرې ورځې را په دیخوا ډله ایز بریدونه پیل کړي چې د جمعې د ورځې د ماسپښین را وروسته په دغه سیمه کې د دواړو خواو ترمنځ جګړه توده شوې ده.

د بدخشان د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جګړه د پنجشنبې په سهار پیل شوې ده.

ښاغلي بیدار وویل د تیرې شپې له نهو بجو تر نن ماسپښین پورې جکړه بنده شوې وه خو نن له ماسپښین وروسته وسله والو مخالفانو د تیرګران په ستراتیژیک مرکز له څلورو خواو بیا بریدونه پیل کړي دي.

ښاغلي بیدار وویل " مونږ له مرکز څخه د هوایي کمک غوښتونکي یو او هغوی هم د مرستې ډاډ راکړی دی".

د بدخشان د والي مرستیال وویل چې د تیرې شپې په جګړه کې د مخالفو وسله والو دولس جنګیالي وژل شوي او اوه‌ویشت نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې د مخالفو وسله والو په وژل شوو کسانو کې دوه بهرني او دوه د طالبانو سیمه ایز سرګروپان هم شامل دي.

د بدخشان د والي مرستیال وویل چې په دغو جګړو کې یو افغان امنیتي کارکوونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.

طالبانو تراوسه په وردوج کې د جګړې په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

طالبانو ددغه مرکز د نیولو لپاره دمخه هم په دغه سیمه کې په پرتو امنیتي پوستو پراخ بریدونه کړي وو.

بدخشان د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو څخه دی چې د امنیتي چارو د کارپوهانو په اند په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځي عملیاتو له پیل کیدو وروسته د چیچنیانو، ازبکانو، تاجکانو او پاکستانیانو په گډون زیات شمیر بهرني جنگیالي د بدخشان ولایت د جغرافیایي موقعیت په وجه ددې ولایت سرحدي ولسوالیو ته تللي او د غیر مسولو وسله والو کسانو څخه په استفادې یې د جگړې لمن د دې ولایت مختلفو ولسوالیو ته غزولې ده.