طالبانو نهه تنه په خوست کې په عام محضر کې په درو ووهل

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمن کېدو راهیسې طالبانو څو ځله په مختلفو ولایتونو کې تورن کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي. (ارشیف)

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي د مختلفو جرمونو په تور نهه تنه د پنجشنبې په ورځ اګست اوله (زمري ۱۱) په خوست کې په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

د محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان د "غلا، نامشروع اړیکو، فریبکارۍ، د شرابو پلورلو او رشوت" په تور نیول شوي وو او سزا ورکړل شوې ده.

طالبانو ویلي چې دغو کسانو ته د محلي چارواکو او عامو خلکو په وړاندې له ۳۴ څخه تر ۳۹ درو برسېره له شپږو میاشتو تر درې کلونو بند سزا ورکړل شوې ده.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمن کېدو راهیسې طالبانو څو ځله په مختلفو ولایتونو کې تورن کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په عام محضر کې خلکو ته په سزا ورکولو باندې د پراخو نړیوالو نیوکو سره سره طالبانو ددې کار ننګه کړې او دا یې ټولنه ته د "پند" وسیله بللې ده.

د بشري حقونو ملاتړو اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له لورې د خلکو د ځورونې د دوام له کبله زرګونه افغانان هره ورځ له هېواد څخه وتلو ته اړ کیږي.

د ښځو د حقونو فعالې مسعودې کوهستاني امریکا غږ ته وویل چې طالبانو په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو تر څنګ په زندانونو کې د بندیانو شکنجه کولو ته دوام ورکړی دی.

مېرمن کوهستاني پر نړیوالې ټولنې د نیوکې په توګه وویل: "نړیوالې ټولنې په دغو دریو کلونو کې ښودلې چې نړیوال ترهګر د بشري حقونو د سازمانونو او مدني ټولنو په پرتله لوړ ځای لري او یا خو دوی له هغوی سره [نړیواله ټولنه له طالبانو سره] لاس یو کړی او یا خو د طالبانو تر اغېز لاندې دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په یو راپور کې وویل چې په مختلفو برخو کې د افغانانو له بشري حقونو څخه سرغړونې دوام لري.

د اپریل، می او جون میاشتو ترمنځ مودې په اړه د یوناما په دغه راپور کې د ښځو له حقونو سرغړونو، د کوکنارو د فصل لمنخه وړلو لپاره د طالبانو عملیاتو، د رسنیو ازادۍ، د پخواني حکومت د کارکوونکو نیول کېدو، شکنجې او وژنې، او د عدالت پلې کولو اړوند نورو پېښو ته اشاره کړې ده.

طالبانو له دې وړاندې د جون په پیل کې په سرپل ولایت کې د ۴۸ نارینه او ۱۶ ښځو په عام محضر کې په درو د وهل کېدو خبر ورکړی و. دا کسان په وسله والو غلاګانو، زنا، له کور څخه په تیښتې او لواطت تورن شوي وو.

یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د اپریل له پیل څخه د جون تر پایه پورې، ددې ادارې د بشري حقونو څانګې د طالبانو له لورې د ۱۴۷ نارینه، ۲۸ ښځو او څلورو ځلمیانو د بدني مجازاتو راپورونه ثبت کړي دي.