د طالبانو د حکومت د عامې رروغتیا وزارت وايي چې د سږني ژمي د پیل راهیسې د کاربن مونواکسایډ پر ګاز د مسمومیدو په پیښو کې په افغانستان کې تراوسه ۲۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۱ (مرغومې ۲۲) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې پر ګاز د مسمومیدو په دغو ۲۴ کسانو کې نهه ښځې هم شاملې دي.
امرخیل ویلي چې د سږکال د ژمي د موسم له پیل راهیسې شاوخوا ۹۰۰ کسان پر ګاز باندې مسمومیدو وروسته روغتونونو ته انتقال شوي دي.
هغه ویلي: "د روان ژمي له پیل راهیسې تراوسه نږدې ۸۹۴ هیوادوال د ګاز نیونې او یا پر کاربن مونوکسایډ باندې د مسمومیت وروسته روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي چې متاسفانه ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".
د عامې روغتیا وزارت ویاند له خلکو غوښتي چې د خپلو کورونو او خونو د ګرمولو لپاره د ګازي بخاریو څخه د کار اخیستلو پر مهال دې د پوره احتیاط څخه کار واخلي.
په کابل او اکثرو ولایتونو کې د بریښنا د کمښت له امله د اوږدو ساعتونو د بریښنا د پرچاوۍ او د سون د نورو توکو د بیو د لوړوالي له امله اکثره خلک په ژمي کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د ګازي بخاریو څخه کار اخلي.
همداشان خلک د لرګیو د بیو د لوړوالي له امله د نه تصفیه شویو ډبرو سکرو څخه د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره کار اخلي چې دا هم کله کله د دغسې سکرو څخه د کار اخیستونکو کورنیو د ګاز نیونې او د کورنیو د غړو د مړینې سبب ګرځي.
ځینو سیمه ییزو رسنیو د خوست په ولایت کې تیره اونۍ د کاربن مونوکسایډ پر ګاز د یوې ښځې په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه د پنځه غړو د مړینې خبر ورکړی وو.
سیمه ییزو رسنیو د خوست د ولایتي سرچینو له قوله ویلي دي چې ددې کورنۍ غړي د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ څخه د یو ناروغ د درملنې لپاره د خوست ولایت ته تللې وو، چې په یو اپارتمان کې د اوسیدانې پر مهال د ګاز د خپریدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.