طالبانو د سرینا هوټل د مدیریت چارې یو جرمني شرکت ته سپارلي

د کابل - سرینا هوټل

د کابل - سرینا هوټل

طالبان د کابل - سرینا هوټل د مدیریت چارې پداسې حال کې یو جرمني شرکت ته سپاري چې دمخه دغه ډلې ویلي وو چې د دې هوټل د پر مخ وړلو چارې به د فبروري میاشتې تر لومړۍ نیټې وروسته یو دولتي شرکت ته وسپارل شي.

د جرمني شرکت رئیس د فرانس پرس اژانس ته وویل، چې د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سرینا هوټل چې په تیرو ۲۰ کلنو کې پرې د هغه وخت د حکومت ضد یاغیانو څو خونړي بریدونه کړي وو، اوس به د دوی د کمپنۍ له خوا اداره کېږي.

د جرمني کمپنۍ اجرائیه رئیس هارون عظیم، د چهارشنبې په ورځ وویل د سنډریلا انټرنیشنل ګروپ د فبرورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سرینا هوټل چارې چې اوس د کابل ګرانډ هوټل په نوم یادیږي د لس کلن قرارداد له مخې چې د طالبانو له حکومت څخه د داوطلبۍ وروسته ترلاسه شوی، اداره کوي.

افغاني الاصله جرمني هارون عظیم، د دغه قرارداد ارزښت په ډاګه نه کړ، خو ویې ویل چې دغه تړون د سرینا هوټل د لړۍ له کمپنۍ سره د پخواني قرارداد له پای ته رسېدو وروسته لاسلیک شوی دی.

د کابل سرینا هوټل چارې د اقتصادي پرمختګ لپاره د آغا خان وجهي صندوق چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په نهو هیوادونو کې د سرینا په نامه هوټل لري، پر مخ وړلې.

د کابل سرینا هوټل په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې څه باندې ۲۰ کالونو کې یې زرګونه افغانان په هوټل کې د میلمه پالنې په برخې کې روزلي، د زرګونو بهرنیو میلمنو او پلاوو کوربه توب یې کړی او په افغانستان کې په هوټلونو کې په نړیواله کچه د میلمه پالنې غوره اصول یې پر ځای کړیدي.

تر سرینا وړاندې په همدې ځای کې د کابل هوټل په نامه میلمستون آباد و، خو د آغا خان وجهي صندوق په ۲۰۰۲ کال کې د دې هوټل بیا رغونې چارې پیل کړلې او د افغانستان پخواني جمهور رئیس، حامد کرزي او پخپله آغا خان په ۲۰۰۵ کال کې پرانیست.

د کابل سرینا هوټل چې د افغانستان جمهوري ریاست ماڼۍ سره نږدې پروت دی، دوه ځلې پرې طالبانو بریدونه وکړل. لومړی برید یې په ۲۰۰۸ او دویم یې په ۲۰۱۴ کال کې وکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني منلې وه چې په ۲۰۰۸ کال کې د کابل سرینا په هوټل برید یې تنظیم کړی و چې د یو امریکایي تبع په ګډون پکې اته تنه وژل شوي و.

د طالبانو مقاماتو ویلي وو چې د هوټل مدیریت یې یوې نړیوالې کمپنۍ ته سپارلی چې د هوټل د مدیریت په برخه کې کافي تجربه لري.

هارون عظيم وويل، چې د ده شرکت له شلو کلونو راهيسې په افغانستان کې د سړک جوړولو او کانونو په برخه کې کار کوي.