د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې دغه وزارت د افغان ساک خصوصي شرکت سره د لوګر په ولایت کې د سیمنټو د تولید په برخه کې ۱۴۵ میلیونو ډالرو د پانګونې تړون لاسلیک کړی دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومې څلورم) د ایکس په پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې کابل کې ددغه تړون د لاسلیک پر مهال په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم برخه لرله.
هغه ویلي: "دغه کارخونه د لوګر ولایت په التمور سیمه کې موقعیت لري چې خصوصي شرکت به یې د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۲۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري."
د طالبانو حکومت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې دغه حکومت په هیواد کې د ۶۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د سیمنټو د تولید د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه تړون د ۳۰ کلنو لپاره د ددغه وزارت او د افغان ساک خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی، چې د پروژې د تطبیق وروسته به هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه سیمنټ تولید شي.
د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري ددغه تړون د لاسلیک غونډې ته په وینا کې وویل چې د سیمنټو تولید دغه پروژه به د افغانستان د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ برخه کې مهم رول ولوبوي او په پلي کېدو سره به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
همداشان د افغان ساکو شرکت رئیس وو زیدان هم ټینګار وکړ چې دغه پروژه به د شوي تړون د ټولو مفادو په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړه کړي.
د سیمنټو پر دغو څلورو پروژو د کار د دوام سره سره افغانستان لا هم هر کال په زرګونو ټنه سیمنټ به بهر څخه واردوي.
ددې دمخه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۰ (لړم ۲۰) ویلي و چې په افغانستان کې یې د ۲۱ "ستر مقیاس کانونو" د اکتشاف او استخراج چارې پیل کړې دي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په دې اړه په یو خپور شوي بیان کې ویلي و چې په دغو کانونو کې د اوسپنې، سرب، جست، سره زر، یاقوت، کرومایټ، سیمنټ، باریت او د ډبرو سکاره شامل دي.
دا کانونه چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې موقعیت لري لویه برخه یې د هرات د غوریانو او پښتون زرغون ولسوالیو د اوسپنې، د رباط سنګي ولسوالۍ د باریتو او د کرخ او اوبې ولسوالیو د ډبرو سکرو کانونه دي.
طالبانو ویلي چې په دې کې د تخار او بغلان ولایتونو د سرو زرو، د کابل د یاقوتو، د پروان د کرومایټو، او د غور ولایت د سرب او جستو کانونه هم شامل دي.
همدا شان په پروان، هرات او کندهار ولایتونو کې د سیمنټو د تولید لپاره د معدني موادو کانونه هم د طالبانو د ستر مقیاس کانونو د اکتشاف او استخراج په دې پروسه کې شامل دي.
طالبانو د دغو کانونو د تړونونو او استخراج د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پراخې طبیعي زیرمې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې لري خو په دغه هېواد کې د اوږدې جګړې له کبله تر اوسه په معیاري ډول د دغو کانونو استخراج ته زمینه نه ده برابره شوې.