په اففانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یو بیان کې ویلي چې په دغه هېواد کې د ژبو د ودې لپاره یې د ژبو یوه اعلی شورا جوړه کړې ده.
د اکتوبر پر ۲۶ مه نېټه د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس د ایکس په ټولنیزه رسنۍ یو خبر خپور کړی چې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا جوړه او خپله لومړنۍ ناست يې وکړه.
په بیان کې راغلي چې د ژبو د عالي شورا د جوړېدو موخه د هېواد د ژبو لا بډاينه او معياري کول دي. د یاد خبر له مخې دا مهال په افغانستان کې څه نا څه ۳۰ ژبې ویل کېږي.
د بیان له مخې د ژبو په اعلی شورا کې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، د افغانستان علومو اکاډمي، د خلکو د فرهنګ ریاست، لیکوالان او ژبپوهان غړيتوب لري.
په افغانستان کې د ژبو د ودې او پرمختګ په اړه په لندن کې ژبپوه او انتروپولوجیسټ نورالله اتل وایي، په تاریخي توګه افغانستان د ژبو موزیم دی، چې په انګلیسي کې میلټینګ پواینټ ورته ویل کیږي.
ښاغلی اتل وایي «دا مهال په افغانستان کې نږدې ۳۰ یا ۳۵ ژبې ژوندۍ دی او په همدومره شمېر کې ژبې مړې شوې دي. په تاریخي توګه چې په دغه خاوره کې څومره الفبا یا سکریپټونه لیکل شوي دي، د نړۍ په هېڅ برخه کې دومره نه دي لیکل شوي.»
هغه وایي، په دې هېواد کې ډیرې ژبې لکه ارامي، دیوناګري، اویستا، خروشتي او سانسکرټ پیدا شوې دي او بیا مړې شوې دي. دلته د اویستا، سوغدي او باختري غوندې تاریخي ژبو زوکړې کړي او ډېر اسناد یې ترلاسه شوي دي. دا تاریخي ژبې اوس ورکې شوې دي.
ښاغلی اتل زیاتوي، «په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې چې ټېکنالوژي راغلې، ټولنیزې رسنۍ زیاتې شوې دي نو زموږ د هېواد دوې لویې ژبې لکه دري او پښتو هم له خطر سره مخامخې دي. د دې وجه دا ده چې دا مهال انګلیسي ژبه د ټکنالوژۍ ژبه ده او زموږ ژبه کې ټکنالوژي نشته او په دې سره زموږ ژبو ته لوی خطر ورپېښ دی.»
د هغه په وینا د بېلګې په توګه موږ کوچنیانو ته کارټون نه لرو، لویانو ته ډرامه نه لرو، پر موسیقۍ بندیز دی، پر تیاتر بندیز دی، پر فلم او سینما بندیز دی. نو کله چې د ژبې پر هنرونو بندیز وي، هغه ژبې سیالي نه شي کولای. نن سبا د هر ماشوم په لاس کې موبایل یا ټېبلېټ وي.
نو زموږ ماشومانو چې لا له مور پلار سره خپله مورنۍ ژبه نه وي پیل کړې خو پر موبایل یا ټېبلېټ انګلیسي ژبه اوري. د کوچني مورنۍ ژبه هم هغه ده چې لومړی پرې خبرې پیل کړي.
ژبپوه نورالله اتل، ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې ژبې څنګه وده کولای شي وویل: «نورې نړۍ چې د ژبو د ودې لپاره کوم فورمول خپل کړی دی، د افغانستان اوسني واکمنانان باید هم هغه لارې خپلې کړي. لکه د ژبو لپاره څېړنیز مرکزونه جوړول، د نړۍ علمي اثار راژباړل، په خپله ژبه کې ټکنالوژي ته وده ورکول، تیاتر ته وده ورکول، سینما ته وده ورکول او داسې نور.»
د نړۍ ژبپوهان وايي، یوې ژبې ته د ودې تر ټولو غوره لار په هغه ژبه کې ډرامه وړاندې کول دي. په یوه ژبه کې چې د ډرامې سریال نه وي هغه ژبه وده نه شي کولای. د ماشومانو لپاره که کارټوني چېنلونه نه وي. نو ماشومان ژبه نه شي زده کولای.
دا چې د طالبانو حکومت نجونې زده کړو ته نه پرېږدي نو اغیز به یې د ژبې په وده څه وي، ښاغلی اتل وايي، لومړی خپلو نجونو او هلکانو ته په مورنیو ژبو د زده کړو هراړخیز بندوبست په کار دی.
د هغه په وینا پښتو ژبه دا وخت د دوو څونامیانو ترمینځ راګېره ده. یوې خوا ته د مذهب ژبه عربي ده او بلخوا پر ټکنالوژۍ د انګلیسي ژبې غلبه ده. نو د دغه څوناميانو د مخنیوي لپاره د پښتو ژبې د ودې لپاره د ګڼ شمیر څېړنیزو مرکزونو پرانستل اړین دي او ورسره دلته د سانسکرت او اویستا د بیا راژوندي کولو لپاره د دغه ژبو د زده کړې مرکزونه جوړول په کار دي، ځکه چې دغه دواړه ژبې پښتو ته نږدې دي نو په دې سره به پښتو هم وده ومومي.