مقتي د فلسطين په اړه یو مشورتي کنفرانس کې ګډون لپاره تهران ته تللی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی په تهران کې د فلسطين په اړه په عالي رتبه مشورتي سياسي کنفرانس کې د ګډون په موخه د جمعې په ورځ ایران ته تللی دی.

دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۲(مرغومې لومړی) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ښاغلي متقي ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان له خوا ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې چې د دې مشورتي کنفرانس غونډه به د شنبې په ورځ پیل شي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا په تهران کې د دغه کنفرانس د جوړیدو په اړه ویلي چې دا کنفرانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د یو شمیر هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړیږي.

د طالبانو حکومت او ایران دواړو د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلي ځواکونو بریدونه غندلي او د فلسطینانو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په لومړۍ اونۍ کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او فلسطين د حماس ډلې ترمنځ د نښتو د پیل راهیسې تراوسه د څو اعلامیو په خپرولو د اسرائیلو بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې ددغه حکومت د یولوړپوړي چارواکي په مشرۍ یو پلاوی له افغانستان بهر د فلسطين په اړه په یو مشورتي کنفرانس کې ګډون کوي.

که څه هم تهران د نورو هیوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو دغه حکومت سره یې نږدې اړیکې ساتلي دي.

د نړیوال بانک د اکتوبر د میاشتې د یو راپور له مخې اوس مهال ایران د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز شریک دی.

د افغانستان د خپلو ټولو نږدې اوه میلیاردو ډالرو وارداتي توکو ۲۱ فیصده یې له ایران څخه واردوي.

د بلې خوا د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې ایران ۲۰۰ نور افغان بندیان د زاهدان ولایت له یو زندان څخه خوشې کړي او د طالبانو استازو ته یې سپارلي دي.

دا شمیر افغانان په ایران کې د اوسیدلو د قانوني اسنادو نلرلو له امله په زاهدان کې نیول شوي و چې وړمه ورځ خوشې شوي دي.