په هرات کې یو شمېر سلمانان وايي طالبانو ورته امر کړی چې له دې وروسته به نه د چا ږیره خرېیي، نه به یې کموي او نه به یې هم په سټایل جوړوي.
سلمانان اندېښمن دي چې د طالبانو دا فرمان یې د کاروبار مخنیوی کوي.
محمد پیمان چې د کلونو راهیسې په هرات کې خپله سلماني لري او همدا کسب یې د معاش یوازینۍ وسیله ده، وايي د طالبانو دغه نوي فرمان یې کار وبار سخت زیانمن کړی دی.
هغه وايي: "زموږ ټول کاروبار په همدې خلکو روان دی چې ږیرې جوړوي یا کموي او یا هم خرېیي، یا ویښتان سموي. خو اوس چې طالبانو د دې هرڅه نه منع کړي یو نو خلک هم نه راځي او کاروبار مو د سختو مشکلاتو سره مخ دی."
په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست مشر عبدالرحمن وايي چې خلک باید د دې فرمان له لارې پوه شي چې د مسلمان څېره او جامه باید د شریعت سره برابره وي. هغه وايي: "نوی نسل د شاوخوا شلو کالو د ناپوهۍ د حالته راوتلی نو حتماً به زموږ د امرونو سره ناراحته وي خو دوی باید پوه شي چې د یو مسلمان ظاهر باید څنګه واوسي."
د هرات د امر بالمعروف اداره وايي د محلي دیني مشرانو سره په همکارۍ سلمانان هڅوي چې د شریعت سره سم خپل کاروبار وچلوي.
دا مطلب هم ولولئ اوسني طالبان د ۱۹۹۰ لسیزې له طالبانو سره څه توپیر لري؟د طالبانو په تیر حکومت کې نارینه مکلف وو چې ږیره پریږدي خو په ۲۰۰۱ کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په لاس له واکه د طالبانو د پرزېدو وروسته په افغانستان کې د ږیرې خرېیل او لنډول بیرته عام شول.
د هرات اوسېدونکی نقیب نورزی وايي چې د طالبانو دا فرمان "هیڅ منطق نه لري"، د نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې د ږیږې په اړه داسې شرطونه او بندیزیونه نه اوریدل شوي او نه لیدل شوي دي. هغه په طالبانو غږ کوي چې دا بندیزونه دې لیرې کړي ترڅو خلک په عادي ډول د تېر په څېر ژوند وکړي.
نقیب نورزی وايي:"هر څوک د خپل اختیار مالک دی او باید چې د خپلې خوښې د ژوند اختیار ولري. په نړۍ کې چیرې هم داسې نشته. نو باید د طالبانو حکومت هم باید له خلکو د ژوند حق وانخلي."
طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار بندیزونه لګولي او ځینې خلک اندېښمن دي چې طالبان ورو ورو په ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ د وخت د پالیسیو د عملي کولو په لور روان دي.