ننګرهار کې په یو کور هاوان لګېدلی او شپږ کسان یې وژلي

چارواکي وايي برید طالبانو کړی دی

په ننګرهار کې چارواکي‌ وايي چې د شېرزادو په ولسوالۍ کې په یو کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده، یوه مېرمن او پنځه ماشومان یې وژليدي.

وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي‌ دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه د یکشنبې په مازدیګر سپتمبرشپږ (وږی۱۶) شوې ده.

هغه وویل سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه وه چې یوه مرمۍ پر یو کور لګېدلې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي :«دغې سیمې سره پوسته ده، نو لومړني مالومات دا دي چې دا مرمۍ طالبانو له کومې بلې سیمې توغولی او د پوستې څنګ ته پر دغه کور لګېدلې ده. بله خبره دا ده چې نن په دغه سیمه کې حکومتي قواوو نه عملیات کړي او نه یې ډز کړی دی.»

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وايي: «دغه مرمۍ د ملي اردو د پوستې خوا ته سیمه کې لګېدلې ده، نو زه فکر کوم چې دا مرمۍ د طالبانو ده، طالبان کله میزایل مرمۍ د شارټ په وسله پاڅوي چې هدف نه شي ویشتلی، له دې وړاندې یې هم څو ځل دغسې کلي ویشتلي دي.»

په دغه پېښه کې څلور کسه نور زخمیان دي

په ختیځ کې د ۲۰۱سېلاب قول ویاند جګړن هارون یوسفزي وویل: «موږ نن هیڅ ډول عملیات سیمه کې نه دي کړي نو دغه مرمۍ طالبانو ویشتلې ده.»

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.