د طالبانو او داعش نښته؛ مجاهد: د دایکندي په اوسیدونکو د وروستي برید عاملین مو ووژل

د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې د غور ولایت مرکز کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" پر پټنځای باندې په برید کې د داعش دوه تنه وسله وال وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د غور ولایت په مرکز کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې داعش پر یو پټنځای باندې د برید خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې ددغه برید په پایله کې یې د دغې ډلې وسله والو ته د سر زیان اړولی دی.

ذبیح الله مجاهد د یکشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر ۲۰( تلې ۲۹) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې نښته کې د داعش د یوې څو کسیزې ډلې د مشر په ګډون دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور یې ژوندي نیول شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د نیول شویو کسانو د دقیق شمیرپه اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې دا ډله د غور ولایت په مرکز کې ځای پرځای وه او د کابل په ګډون بامیان او نورو ولایتونو کې په بریدونو کې لاس درلود.

ذبیح الله مجاهد په دغه اعلامیه کې ویلي: " نن ناوخته [ یکشنبه] د غور په ولایت کې دفتنه ګرو يو وحشي ګروپ [داعش] له منځه یوړل شو. دا هغه ګروپ وو چې د تيرې ربيع الاول مياشتې په نهمه یې د غور په مرکز کې په ملکي اهل تشيع هيوادوالو بريد کړی وو او تر شلو پورې هيوادوالو ته یې تلفات اړولې وو."

افغانستان کې ځینو سیمه ییزو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو او د داعش د وسله والو ترمنځ دا نښته د "مارکو" په سیمه کې چې د غور ولایت مرکز فیروزکوه سره نږدې ده شوې ده او په دغه نښته کې د طالبانو یو وسله وال هم وژل شوی دی. خو ذبیح الله مجاهد په دې نښته کې طالبانو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو ددې دمخه ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر۱۲ (وږي ۲۲) د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د داعش د وسله والو په برید کې د دایکندي ولایت ۱۴ اوسیدونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي وو.

ددې پیښې ټول قربانیان د هزاره قوم د دایکندي ولایت د سنګ تخت او بندر د ولسوالۍ اوسیدونکي وو اوهغوی هغه مهال د وسله والو له خوا په یو برید کې ووژل شو چې په عراق کې د شیعه ګانو د اربعین په مراسمو کې له ګډون وروسته د یو شمیر ګډون کوونکو د هرکلي لپاره د غور ولایت ته تللي وو.

د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی وو.

دغه برید د ملګرو ملتونو په ګډون د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په جلا غبرګونونو کې دا برید په نړیواله کچه غندلی وواو په افغانستان کې یې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د حساب ورکوونې د یو نړیوال میکانیزم رامنځ ته کیدو او د هزاره توکمو د ساتنې لپاره د اقداماتوغوښتنه کړې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند په دغه اعلامیه کې یو ځل بیا ادعا کړې چې په غور ولایت کې د داعش دغې وسله والې ډلې هم خپل عملیات په مستقیم ډول په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه ترسره کول.

هغه ویلي: " د يادونې وړ ده چې د دوی يو شمير نور ملګري هم بلوچستان ته د تيښتې په حال کې په لاره نيول شوي دي".

طالبانو په پرله پسې ډول ادعا کړې چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش وسله واله ډله په افغانستان کې شتون نلري او په دغه هیواد کې د بریدونو ترسره کولو لپاره له بهرنیو هیوادونو څخه دغه هیواد ته ورځي، خو داعش ډلې په تیرو دریو کلنو کې په پرله پسې ډول د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې مرګوني بریدونه کړي دي.

په دپلوماتیکي استازولیو، جوماتونو، ښوونځیو او نوروعامه ځایونو کې ددغې ډلې په بریدونو کې په سلګونو ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند د سپټمبر ۳۰ ( تلې نهم) په یوه اعلامیه کې ویلي و چې داعش په افغانستان او ځینو نورو هیوادونو کې بریدونه د پاکستان په خاوره کې د دغه هیواد د بلوچستان په ایالت کې د خپلو مرکزڅخه تنظیموي.

همداشان هغه ادعا کړې وه چې طالبانو په کابل او ننګرهار په ولایتونو کې په څو عملیاتو کې د داعش وسله وال نیولي چې هغوی په کابل او بامیانو ولایتونو کې په بریدونو کې لاس لره.

پاکستان حکومت د طالبانو ددغې نوې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو دمخه یې دغه هیواد په بلوچستان ایالت کې د داعش د ډلې د روزنیزو مرکزونو شتون په کلکه رد کړی وو.