طالبان وايي له کابل سره سوله، د تسلیمېدو په مانا ده

طالبان وايي دوی له حزب اسلامي سره هم تماس نه دی نیولی

پداسې حال کې چې واشنګټن افغانستان ته د اضافي امریکايي پوځيانو پر لیږلو غور کوي، طالبانو له کابل سره د سولې امکان رد کړ.

طالبانو د افغانستان د ملي يووالي حکومت سره د سولې هر ډول تړون په غوڅو ټکو رد کړی او ویلي چې سوله "دښمن" ته د وسلو اېښودولو په مانا او د دې ډلې د اسلامي عقیدې خلاف ده.

د طالبانو په یوې اعلامیې کې ویل شوي "د اسلامي امارت دریځ معلوم دی. د وسلو اېښودل او د دښمنانو سره د هغو د ناوړه هدفونو په ترلاسه کولو مرسته یوازې دا نه چې د میلیونونو شهیدانو له ارواو سره جفا ده، بلکې د شرعیت خلاف هم ده".

د طالبانو یوه ویاند په خپلې اعلامیې کې همدغه راز هغه راپورونه هم بې بنسټه بللي چې ګنې په افغانستان کې ځینو طالب مشرانو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینو استازو د ګلبدین حکمتیار داسلامي ګوند له غړو سره اړیکې نیولي دي.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ د انستیتوت پروفیسور ماروین وینباوم وايي چې طالبان له پخوا هم د سولې خبرو سره لیواله نه و او په افغانستان کې وروستیو امنیتي حالاتو د دغې ډلې جنګي دریځ نور هم ټینګ کړی دی.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې له څه باندې دوو کلونو راهیسې په ټپه دریدلي دي او دواړو غاړو جګړو ته زور ورکړی دی.

تیره اونۍ د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر خبرداری ورکړ چې روان کال کې به د افغانستان امنیتي حالات لانور هم وران شي.

په افغانستان کې امریکايي پوځي چارواکو د حالاتو د قابو کولو او د طالبانو د ځپلو لپاره د زرګونو اضافي امریکايي سرتیرو غوښتنه کړې ده.