د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ له سختې سرحدي جګړې وروسته، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول، اوربند وشو.
د دواړو هېوادونو چارواکو نن جمعه اپریل ۳۰ (غوايي۱۰) دا اوربند اعلان کړ.
جګړه له هغې وروسته پیل شوه چې تاجکستان د کوک تاش په سرحدي سیمه کې د اوبو د وېش لپاره امنیتي کیمرې ولګولې.
د قرغیزستان خلکو د تاجکستان د دغه کار مخالفت وکړ. په لومړي سر کې د دواړو هېوادونو د سرحدي سیمو اوسېدونکي له یو بل سره ونښتل خو ډېر ژر د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه.
د تاجکستان او قرغیزسیتان ترمنځ سرحدي کرښې مشخصې نه دي او دا کار کله ناکله د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه پیدا کوي، په خاص ډول د اوبو دوېش پر سر ډېرې شخړې شوي دي.
د قرغیزستان د روغتیا وزارت وايي په دغې نښتې کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۳۴ نور ټپي شويدي.
د تاجکستان چارواکو هم د اتو کسانو د وژل کېدو او ۳۰ نورو د ژوبلیدو خبر ورکړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې شخړې خواشیني ښودلې او له دواړو غاړو یې غوښتي چې د ستونزو د دایمي حل لپاره هلې ځلې وکړي.
تاجکستان او قرغیزستان د روسیې په مشرۍ د ټولنیز امنیتي تړون غړي دي.