څه باندې ۲۰ افغان لوبغاړي ټي-۱۰ لیګ کې لوبېږي، نبي او ګربز کپتانان دي

مجیب الرحمن چې له څه مودې راهېسې د ګوتې د ټپ له کبله لوبې نه شي کولای، هم دغه لس اوریز لیګ کې اخیستل شوی.

نن پنجشنبه نومبر۲۱ د متحدو عربو اماراتو په ابوظبي‌ کې د ټي-۱۰ یا لس اوریز کرکټ تجارتي لیګ پیلېږي چې ۲۳ افغان لوبغاړي هم په کې دي.

دا اتم ځل دی چې دا لیګ کېږي او دا ځل په کې دوې نوې لوبډلې هم زیاتې شوي چې په دغه لیګ کې د لوبډلو شمېر ۱۰ ته ورسېده.

په دغه لیګ ګې د نړۍ د نورو هېوادونو لسګونه لوبغاړي هم لوبېږي، د لیګ وروستۍ لوبه د ډسمبر په دویمه نېټه ده.

د ټي-۱۰ د رسمي ویبساټ د معلوماتو په اساس، د دوو نویو عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو کپتانان افغان لوبغاړي محمد نبي او رحمان الله ګربز دي.

محمد نبي، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او اعجاز احمدزی د عجمان بولټز او رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مسعود ګربز، فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د آپ نوابز په لوبډلې کې دي.

مسعود ګربز د رحمان الله ګربز ورور دی او د افغانستان په داخلي‌ لوبو کې لوبېږي. فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د افغانستان د الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) غړي دي.

نور افغان لوبغاړي کریم جنت، قیس احمد، شرف الدین اشرف او حمزه هوتګ د موریسویل سامپ ارمي؛ راشد خان، حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد د بنګله ټایګرز او نوین الحق او فضل حق فاروقي د ډیلي بولز په لوبډلو کې لوبېږي.

همدغه راز نور احمد لکڼوال او الله محمد غضنفر په ټیم ابوظهبي او عظمت الله عمرزی، فرید ملک او ضیاء الرحمن د نارترن واریز د لوبډلو غړي دي.

د دغه لس اوریز لیګ په دریو نورو لوبډلو چینای براېف چاګوارز، نیویارک سټرایکرز او ډکن ګلاډیټرز کې کوم افغان لوبغاړی نه لیدل کېږي.

دا لس اوریز لیګ هرکال کېږي. د کرکټ نړیواله شورا دا مهال د کرکټ درې رسمي بڼې لري چې شل اوریزې، یوه ورځنۍ او د ټست لوبې دي. په همدې اساس،‌ په دغه لیګ کې د لوبغاړو ریکارډونه او کارنامې د کرکټ له نړیوالې شورا سره نه ثبت کېږي.

د دغه لس اوریز لیګ پانګوال او د لوبډلو مالکان هیله لري چې دا لیګ دومره مشهور شي چې د کرکټ نړیواله شورا هم دا بڼه کرکټ رسمي کړه او د هېوادونو ترمنځ لس اوریزې سیالۍ هم برابرې شي.