د سوریې د سولې د خبرو په درشل کې د اپوزیسیون د وحدت هڅې

د سوریې د جگړې د ختمولو لپاره تر اوسه د ملگرو ملتونو په منځگړتوب د خبرو څو پړاونه ناکامه شوي دي.

د ملگرو ملتونو په مشرۍ د سوریې د سولې د خبرو نوی پړاو په راتلونکې اونۍ کې په ژینو کې پیلیږي.

خو د دې غونډې په درشل کې په داسې حال کې چې د سوریې د حکومت مخالفین د ژینو د غونډې لپاره د ېوې متحدې جبهې د جوړو په موخه په سعودي عربستان کې راټول شوي و، د ترکیې او ایران مشران د خبرو لپاره په روسیې کې غونډه وکړه.

کله چې په ٢٠١١ کال کې د سوریې کورنۍ جگړه پیل شوه، یاغیان په بیلابیلو ډلو کې د بشارلاسد د رژیم په وړاندې ودریدل.

دغه یاغیان څو څو ځلي هڅه کړې ده چې د حکومت په وړاندې تر یوه چتر لاندې راټول شي خو خپلمنځي مخالفتونو د دې هڅو مخه نیولې ده.

سوریې ته د ملگرو ملتونو استازي د چهارشنبې په ورځ (نوامبر ٢٢) په ریاض کې وویل چې د نوامبر په اته ویشتم د سوریې د سولې په هکله په خبرو چې په ژینو کې ترسره کیږي د اپوزسیون یو موټي استازي ته اړتیا ده.

ستفن دیمستورا وویل"یو قوي متحد تیم په ژینو کې یو ښه شریک کیدای شي او مونږ ورته اړتیا لرو. مونږ داسې یو تیم ته ضرورت لرو چې هدف ته د رسیدو لپاره د یوې لارې په ځای په بیلابیلو لارو غور کولای شي."

د سوریې د جگړې د ختمولو لپاره تر اوسه د ملگرو ملتونو په منځگړتوب د خبرو څو پړاونه ناکامه شوي دي.

ښاغلي دیمستورا خبرداری ورکړی چې وخت له لاسه وځي او بلاخره باید د دې جگړې د پای لپاره د حل لاره وموندل شي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن په غونده کې وویل چې په سوریې کې د سیاسي انتقال پیل په اړه هیله من دی.

عادل الجُبیر وویل "د یوې سوریایي اجماع له جوړولو پرته د سوریې کړکیج لپاره د حل بله لاره نشته. داسې اجماع چې د ژینو د لومړۍ غونډې او ملگرو ملتونو د امنیت شورا په اساس د سوریې د خلکو غوښتنې پوره کړي."

په ورته وخت کې نن چهارشنبې د روسیې په تفریحي ښار سوچي کې د روسیې، ایران او ترکیې د ولسمشرانو په ګډون یوه غونډه روانه ده چې پکې د سوریې پر روان کړکېچ خبرې کیږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سې شنبې په ورځ (نوامبر ٢١) سوچي ښار کې د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره وکتل.

د کرملېن ویاند وايي، بشار الاسد د څلورو ساعتونو لپاره په روسیه کې و.

د ایران جمهور رئیس هم نن سوچي ښار ته روان شو چې د سوریې په هکله د ترکیې او روسیې د مشرانو سره درې اړخیزې خبرې وکړي.

ولسمشر پوتین د سې شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالد ترمپ سره تیلفوني خبرې کړې دي چې پر نورو مسئلو سربېره دواړه د سوریې د روان بحران د ختمولو پر لارو چارو هم غږېدلي دي.

د سپینې مانۍ په وینا، ترمپ او پوتین په سوریې کې د هغه بشري کړکیج د ختمولو په اهمیت باندې خبرې وکړې چې څلور لکه خلک پکې وژل شوي او ١٣ میلیونه نور سوریایان پکې بې کوره شوي دي.