په بریتانیا کې میشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د شنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ ۱۰) وویل چې د بشارالاسد ضد یاغي وسلهوالو د حلب ډېرې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
د دې راپور په اساس روسیې له ۲۰۱۶ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت پر یو شمېر سیمو باندې هوايي بریدونونه کړي دي.
په سوریه کې یاغي وسلهوال او متحدین یې د ترکیې د حکومت له ملاتړ څخه برخمن دي او روسیه او ایران بیا د بشارالاسد د حکومت ننګه کوي.
د فرانس پرس اژانس راپور ورکړی چې د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ په یوه تلیفوني تماس کې په سوریه کې د "خطرناکې" جګړې د رامنځ ته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
مسکو ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په خبرو کې دواړو خواو په سوریه کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او پدې هېواد کې د ثبات لپاره یې د ګډو اقداماتو د همغږي کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ له روسیې سره د مرستې غږ کړی ترڅو دواړه متحدین په ګډه د سوریې په شمال کې د یاغیانو بریدونو ته ځواب ووايي.
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور په اساس عراقچي له لاوروف سره په ټيلیفوني خبرو کې "د سوریې په خاوره کې د ترهګرو ډلو وروستي تحرکات د اسیا د لویدیځو سیمو د ناامنه کولو لپاره د صهیونیستي رژیم او امریکا د طرحې یوه برخه بللې ده...او د دې خطرناکې دسیسې د شنډولو او په سوریه کې د ترهګرو د اقداماتو په وړاندې د مقابلې لپاره یې د ایران، روسیې او د سیمې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د سوریې د ګاونډیانو د هوښیارتیا پر اړتیا ټينګار کړی دی."
د سوریې د حکومت ضد وسلهوالو یاغیانو د جمعې په ورځ د دې هېواد په دویم لوی ښار حلب کې د حکومتي ځواکونو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل، چې په څو وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړي بلل شوي.
دا بریدونه په سوریه او سیمه کې په داسې حساس وخت کې پیل شوي، چې په دې وروستیو کې د سوریې په ګاونډ لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ نازک اوربند رامنځته شوی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي: "د تحریر الشام هیات او متحدو ډلې یې...له کوم جدي مقاومت پرته د ښار د اکثرو برخو، مرکز او د حکومت د زندانونو کنټرول تر خپلې ولکې لاندې رواستی دی."
د سوریې په شمال لویدیځ کې د ادلب ځینې سیمې او همداشان د حلب، حماه او لاذقیه ولایتونو یو شمېر برخې په سوریه کې د القاعدې د پخوانۍ څانګې په مشرۍ د هیات تحریرالشام جهادي ایتلاف تر کنټرول لاندې دي.
د بشري حقونو د څار دغې ادارې ویلي چې په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شويدي. د دې ادارې د راپور په اساس دا مرګژوبله د هوايي بریدونو په ترڅ کې چې ښايي د روسیې له خوا ترسره شوې وي رامنځ ته شوې ده. د دې ادارې په وینا په دغه هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو موټرونه چې په یوې څلور لارې کې چې د یاغیانو له خوا نیول شوې وه ولاړ و په نښه شوي دي.
د سورې پوځ د شنبې په ورځ ومنله چې یاغیان د حلب لوی ښار یو شمېر برخو ته دننه شوي دي. د سوریې پوځ همداشان ویلي چې د "یاغیانو په بریدونو کې زموږ لسګونه سرتیري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي."
د سوریې جنګ په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغې پیل شو چې د دې هېواد د جمهور رئيس بشارالاسد د حکومت پر ضد یو سولهییز لاریون په تاوتریخوالي سره وځپل شو. دا جنګ په سوریه کې د بهرنیو د مداخلې او د اسلامپالو تندلارو د راتګ لامل شو.
په دغه جنګ کې څه باندې ۵۰۰ کسان ووژل شول او میلیونونه نور په کور دننه بېځایه او یا د خپل هېواد څخه وتلو ته اړ شول.