له سوریې څخه راپورونه وایي چې د دې هیواد جمهور رئیس بشارالاسد په سیمه ایز وخت یکشنبه ډسمبر اتمه (لیندۍ ۲۸) له هیواد څخه وتلی او نامعلوم ځای ته تللی.
د سوریې د پوځ دوو جګپوړو افسرانو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښاغلی اسد په الوتکې کې سپور شوی او نامعلوم ځای ته تښتیدلی دی.
د سوریې د بشري حقونو څار ادارې هم چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو په سوریه کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، د دمشق څخه د ښاغلي اسد د وتلو خبر ورکړی.
د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې د سوریې جمهور رئیس په سیمه ایز وخت یکشنبه سهار وختي له دمشق څخه وتلی.
د دې اعلان څخه وړاندې یاغیانو ویلي و چې پایتخت دمشق یې نیولی. د سیمې خلکو د چاودنو او ډزو غږونه هم اوریدلي دي.
د بشارالاسد د تېښتې له خبرونو وروسته، د سوریې صدراعظم محمد الجللي وویل، دی چمتو دی چې د واک د سپارلو په بهیر کې د خلکو له خوا ټاکل شوي هر مشر سره "همکارۍ" وکړي.
نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه وینا کې ویلي: "دا هېواد کیدای شي یو عادي هېواد وي او له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره ښې اړیکې ټینګې کړي، خو دا په هر هغه مشر پورې اړه لري چې د سوریې د خلکو له خوا ټاکل کېږي. موږ د هغه مشر سره "همکارۍ" ته چمتو یو او ټولې ممکنې اسانتیاوې برابروو."
د مخالفو ډلو مشر، ابو محمد الجولاني، خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې په دمشق کې حکومتي تاسیساتو ته نږدې نه شي او ویلي یې دي تر هغه چې په "رسمي" توګه ونه سپارل شي د سوریې د صدراعظم تر څارنې لاندې به وي.
الجولاني په ټیلیګرام کې په یوه بیان کې وویل: "د دمشق په ښار کې ټولو نظامي ځواکونو ته: عامه تاسیساتو ته نږدې کیدل په کلکه منع دي. دوی به د پخواني صدراعظم تر څارنې لاندې وي." هغه پر هوايي ډزو هم بندیز لګولی دی.
یو شمیر ویډیوګانې چې د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو خپرې کړي، پکې ښودل کیږي چې یو ټانک د دمشق په مرکزي څلور لارې کې ولاړ دی او د جوماتونو څخه د "الله اکبر" نعرې اوریدل کیږي.
د شام ایف ایم راډیو چې د حکومت په طرفدارۍ خپرونې لري، ویلي چې د دمشق هوایي ډګر تخلیه شوی او ټولې الوتنې بندې شویدي.
یاغیانو همدرانګه ویلي چې د صیدنایا نومبدی نظامي زندان یې نیولی او خپل ټول بندیان یې ترې خوشې کړیدي.
یاغیانو پدې زندان کې د خپلو ملګرو خوشې کولو پر مهال ویلي، "مونږ د سوریې د ولس سره په ګډه د خپلو بندیانو خوشې کیدل نمانځو او د صیدنایا په زندان کې د بې عدالتۍ پای اعلانوو"
لا معلومه نده چې د سوریې جمهور رئیس به چیرته تللی وي، خو یوه ویب پاڼه چې په نړۍ کې د الوتکو پروازونو په هکله معلومات راټولوي، وایي د دمشق څه یوه الوتکه ټیک په هماغې شیبې والوته چې یاغیانو یې د نیولو اعلان وکړ.
دې ویب سایټ ویلي چې الوتکې لومړی د سوریې ساحلي سیمې پرواز وکړ چې د ښاغلي اسد علوي فرقه پکې پرته ده او قوي مرکز یې دی خو څو دقیقې وروسته یې خپل لوری بدل کړ او بیا له نقشې ورکه شوه.
په سوریې کې د کورنۍ جګړې پیل راهیسې، ایران او روسیې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کړی. خو تیره ورځ سعودي عربستان، قطر، اردن، مصر، عراق، ایران، ترکیې او روسیې په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي و چې په سوریې کې کړکیچ خطرناک دی او د سیاسي حل لارې غوښتنه یې کړې وه.
په دمشق کې د اې پي خبري اژانس یو خبریال ویلي چې د دمشق د پولیسو مرکزي قوماندانۍ دروازه خلاصه پریښودل شوې او دننه پکې هیڅ افسران ندي پاتې. یو بل خبریال بیا د تالاشۍ یوې پوستې ویډیو ثبت کړې چې نظامي جامې پکې پریښودل شوي او د بشارالاسد انځور پکې لګول شوی.