وسله والو په بورکینا فاسو کې ۵۰ تنه وژلي

د بورکینافاسو د حکومت یو چارواکي ویلي چې وسله والو چې ګمان کیږي د جهادي ډلو غړي به وي د دې هیواد په شمال کې لږ تر لږه ۵۰ ملکیان وژلي دي.

دا د روان ۲۰۲۲ کال د جنوري د میاشتې راپدیخوا چې نظامي کودتا وشوه، یوه تر ټولو خونړۍ پیښه ده چې پدې هیواد کې کیږي.

حکومت ویلي چې وسله والو د شپې لخوا په یو کلي برید کړی او پوځ تر اوسه د ۵۰ کسانو مړي پیدا کړي خو ښایي چې د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي.

په کلې ځینو کسانو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ځینو کلیوالو د برید څخه وروسته خپل مړي وړي.

په عین حال کې اروپایي اتحادیې ویلي چې ښایي تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل شوي وي.

د دې اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل په یوې اعلامیې کې د دې برید د غندلو تر څنګ ویلي چې د پیښې په هکله باید وضاحت ورکړل شي.

په اعلامیې کې ویل شوي، "د ترهګرو ډلو چې پدې برید کې د کومې طریقې څخه کار اخیستی، په ځانګړې توګه سیستماتیکه وژنه او هغه دا چې هر څوک په کلي کې پر مخ ورغلي وژلي یې دي، زړه بوږنونکې ده".


د دې پیښې نه دوه ورځې وړاندې په سیمه کې وسله والو ۱۱ پولیس وژلي و چې پوځ یې په غبرګون کې په سیمه کې نظامي عملیات وکړل او شاوخوا ۴۰ وسله وال پکې ووژل شول.

حکومت وایي داسې ګمان کیږي چې جهادي ډلو به پدې کلي د خپلو وسله والو د وژل کیدو د بدل اخیستو په خاطر برید کړی وي.
په عین حال کې په سیمه کې د خیریه مؤسسو کار کوونکي وایي چې د پوځ او وسله والو ډلو تر منځ د تازه نښتو له کبله شاوخوا ۳ زره کسان بې کوره شوي او په ګاونډیو ښارګوټو کې ځای پر ځای شوي.

په بورکینا فاسو کې څه باندې ۷ کاله کیږي چې جهادي ډلې د حکومت په خلاف وسله پورته کړې. پدې جګړې کې تر اوسه ۲ زره کسان وژل شوي او ۱.۹ ملیونه نور اړ شوي چې خپلې مېنې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

ډیری بریدونه د دې هیواد په شمالي او ختیځو برخو کې کیږي. داسې ګمان کیږي چې د القاعده شبکې او اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې اړوند وسله وال پدې سیمه کې پټ دي او وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو او کلیوالو بریدونه کوي.