سترې محکمې د ټرمپ د سفر بندیز د عملي کولو فیصله وکړه

د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ فیصله وکړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر د بندیز اجرایي فرمان دې عملي شي. د دغې اجراییه فرمان په اساس به د شپږو ملکو وگړي چې اکثریت یې مسلمانان دي، امریکا ته په سفر بندیز ولگي.

د سترې محکمې نهه تنه قاضیانو چې دوه لبرال قاضیانو یې خلاف رایې ورکړه، فیصله کړیده چې د ولسمشر د سفر د بندیز په فرمان دې عمل وکړی شي. د دې سره به د دوه ایالتي محکمو هغه پریکړه چې ویل یې د ولسمشر دغه ډول فرمان غیرقانوني دی، لغوه شي.

د سترې محکمې د فیصلې نه وروسته به اوس د شپږو ملکونو اوسیدونکي چې پکې چاډ، ایران، لیبیا، صومالیه، سوریا او یمن شامل دي، امریکا ته سفر نشې کولی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې د سفر د بندیز هدف یې خپل ملک د اسلامي ترهگرو نه خوندي ساتل دي او داسې به ترهگر ونشي کړی چې امریکا ته داخل شي.

د امریکا لوی څارنوال جیف سیشنز د سترې محکمې دغه فیصله د امریکایانو د خوندیتوب لپاره برې بللی دی.