اندونیزیا کې ځانمرګي برید یو کس وواژه او ۱۰ نور یې ژوبل کړل  

تصویر: ارشیف

په اندونیزیا کې چارواکي وايي چې د باندونګ په ښار کې د یو اسلامي‌ افراطي په ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی او ۱۰ تنه نور ژوبل دي.

پولیسو نن چهارشنبه ډسمبر اوومه (لیندۍ۱۶) وویل شک کېږي چې بریدګر اګوس سوجاتنو نومېده، د داعش ډلې ته نژدې د «انشاروت جماعت دوله» غړی او ۳۴ کاله عمر یې لره.

مقامات وايي، دغه کس په ۲۰۱۷ کال کې په بمي‌ چاودنو کې د لاس لرلو له کبله څلور کاله په زندان کې هم و. د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس، د اندونیزیا د ملي پولیسو مشر لیستیو سیګیت په یو خبري کنفرانس کې وویل: «د ګوتې او څېرې له معایناتو وروسته جوته شوې ده چې بریدګر اګوس سوجاتنو،‌ دی چې په ابو مسلم هم مشهور و.»

د لویدیځې جاوا د پولیسو مشر سونتانا ویلي چې د بریدګر په لاس کې چاقو و او غوښتل یې د پولیسو یو مرکز ته داخل شي خو کله یې چې مخه نیول کېږي،‌ په ځان پورې تړلي‌ چاودېدونکي‌ توکي چوي.

نوموړي وویل چې له دغې پېښې څخه لږ ورسته په سیمه کې یې یوه بله چاودېدونکې وسیله هم موندلې او خنثا کړې ده.

پولیس وايي چې د بریدګر په موټر سایکل کې یې یو لیک هم موندلی چې په کې د اندونیزا د سزا قانون نوی کوډ «د کافرانو محصول» یاد شوی او له خلکو غوښتل شوي چې د دغه قانون د پلي کوونکیو په ضد پاڅېږي.

ټاکل شوې چې بله اونۍ د اندونیزیا پارلمان د سزا قانون هغه کوډ تصویب کړي چې په کې له واده پرته د جنسي اړیکو ټېنګوونکو ته د بند سزا په نظر کې نیول شوې ده. تر دې مخکې دا ډول خلک په عام محضر کې په درو وهل کېدل.

په اندونیزیا کې ځینو اسلامپالو ډلو د دغه نوي‌ ګوډ د تصویبولو ننګه کړې او ځینو نورو بیا ټېنګار کړی چې باید اسلامي‌ شرعي قوانین تطبیق شي.

د «انشاروت جماعت دوله» ډلې مخکې هم په اندونیزیا کې یو لړ بریدونه کړي‌،‌ په ۲۰۱۸ کال کې یې د سورابایا په ښار کې په یوې کلیسا او د پولیسو په مرکز بریدونه وکړل. بریدګر ټول د یوې کورنۍ غړي وو چې ماشومان هم په کې وو او یو شمېر کسان یې ووژل.

اندونیزیا په نړۍ کې د نفوسو له پلوه تر ټولو لوی مسلمان هېواد ګڼل کېږي او له ډېر وخت راهېسې له اسلامي افراطي ډلو سره لاس او ګریوان ده.

په ۲۰۰۲ کې د القاعده ډلې غړو د بالي‌ په ټاپو کې په مۍ خانو او نایټ کلبونو باندې هم بریدونه وکړل او څه باندې ۲۰۰ کسان یې ووژل.