ملي امنیت وایي کابل کې یې ۱۳ 'ځانمرګي' نیولي دي

ملي امنیت وايي ځانمرګو د پاکستان په کوټه کې د مولوي احمد په مدرسه کې ترهګریزې روزنې ترلاسه کړې وې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي هغه مشکوک ځانمرګي یې نیولي دي چې کابل ته د ځانمرګو بریدونو لپاره استول شوي وو.

د ملي امنیت خبرپاڼه وايي په نیول شویو کې هغه کس هم شامل دی چې غوښتل یې په کابل کې د سناتور علم ایزیادر د زوی د جنازې په مراسمو ځانمرګی وکړي، خو خپل هدف ته رسېدلی نه دی. ملي امنیت وايي د دغه بریدګر نوم سید رحمن دی.

د ملي امنیت اعلامیه وايي همدغه راز " ۱۲ هغه ځانمرګي بریدګر مونیولي چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې د بریدونو پلان درلوده".

ملي امنیت ادعا کوي چې په جنازې باندې ځانمرګو بریدګرو د "پاکستان په کوټه کې د مولوي احمد په مدرسه کې ترهګریزې روزنې ترلاسه کړې وې او بیا افغانستان ته استول شوي دي".

اعلامیه وايي چې بریدګرو په بوټانو کې چاودېدونکي توکي ځای په ځای کړي وو او د تالاشۍ پر مهال د ساتونکو له نظره بچ شوي وو.

د شنبې په ورځ د کابل په ښار کې د سالم ایزدیار په جنازې کې ځانمرګي بریدونه وشول چې شاوخوا اووه کسان یې ووژل او لږ تر لږه ۱۰۰ نور یې ژوبل کړل.

ملي امنیت داسې مهال د دغو ځانمرګو د نیولو دعوه کوي چې تر دې مهال کومې ډلې په ښکاره د کابل د بریدونو مسولیت نه دی اخیستی.

په جنازه کې د اجرايي رئیس په کډون د دولت لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه. سالم ایزدیار د کابل په مظاهرې کې په اخ ډب کې ووژل شو.

افغان حکومت په وار وار پاکستان په افغانستان کې په روان جنګ او طالبانو په ننګې او ملاتړ تورنوي.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خونړی برید وشو چې شاوخوا ۱۰۰ افغانان یې ووژل او ۴۰۰ نور یې ژوبل کړل. ملي امنیت وايي برید په پاکستان کې د آی اس آی تر څار لاندې پلان شوی او حقانې شبکې کړی دی.