کابل کې ملي امنیت دفتر سره نږدې ځانمرګي بریدګر ۶ تنه وژلي

دا برید نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل د شش درک په سیمه کې شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي نن د دوشنبې د ورځې سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د ملي امنیت د ریاست یو دفتر ودانۍ سره نږدې یوځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چولی. په برید کې شپږ تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپي شویدي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د شش درک په سیمه کې یو ځوان بریدګر د سړک په غاړه په ځان پورې تړلي مواد چولي. په برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

ښاغلي دانش وویل "متاسفانه کوم راپور چې مونږ یې له روغتیایي مرکزونو څخه لرو شپږ تنه شهیدان دي او درې تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي".

ښاغلي دانش وویل چې د دې برید قربانیان ملکي وګړي دي.

خو د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته د ټپیانو شمیر پنځه تنه وښود او ویې ویل چې په وژل شوو کې دوه امنیتي منسوبین هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، په شش درک کې د پیښې له ځایه شپږ مړي او یو ټپي د کابل امبولانس په واسطه روغتون ته لیږدول شوي دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس چې د دغه برید لږ وروسته یې د وزیرانو د شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل چې په دغه ځانمرګي برید کې د ملي اردو یو سرتیری او یو پولیس هم وژل شوي دي.

ښاغلي عبدلله دا برید غندلی او د برید له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشر ف غني هم په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی.

د ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د سولې او ثبات دښمنان هیڅ وخت د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته نشي رسېدلی، بلکې له دوی څخه هره ورځ د خلکو کرکه او نفرت زیاتېږي.

دا برید د شش درک په سیمه کې چې د کابل ښار د نورو برخو پرتله د امنیتي ادارو ترڅار لاندې ده شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.