د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني په یو ځانمرګي برید کې ووژل شول.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ننگرهار د جلال آباد ښار د ځانمرگي برید مسولیت ومانه چې په کې د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقانی، ووژل شو.
د اسلامي دولت د ډلې رسنۍ اعماق، خبر ورکړی دی چې د داعش یو بریدگر دا حمله کړې ده.
برید د چهارشنبې په ورځ (مارچ۷) د جلال اباد په ښار کې وشو. ځانمرګي د هغه د موټر مخې ته ځان وچاوه،د هغه موټروان هم وژل شوی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی، امریکا غږ ته وویل، چې د ښار لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې وشو. ښاغلي خوګیاڼي وویل چې مولوی عبد الظاهر حقاني په موټر کې و او بریدګر پلی ورغلی و.
هغه وايي په دغه پېښه کې ۱۱کسان زخمیان شوي چې روغتون ته رسول شوي دي.
مولوی عبد الظاهر حقاني ډېر وخت د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر خلاف توندې خبرې کولې او هغوی یې افغان حکومت سره د سولې په نه کولو ملامتول.
پر هغه مخکې هم دا ډول بریدونه شوي وو، څو میاشتې مخکې په یو بل ځانمرګي برید کې د هغه ورور هم ووژل شو.