د سودان صدراعظم له برید ژوندی ووت

د سودان صدراعظم نن د دوشنبې په ورځ د مارچ نهمه د یو تروریستي برید بچ شو. د سودان دولتي رسنیو ویلي چې په پلازمینه خرطوم کې د هغه د موټرو کاروان باندې یوه چاودنه وشوه، خو هغه ترې ژوندی ووت.

له چاودنې وروسته د سودان د صدراعظم عبدالله همدوک دفتر او د هغه کورنۍ تائید کړې چې هغه د دفتر پر لور روان و او له برید ژوندی وتلی دی.

دغه پیښه د سودان د ملکي ادارې ته د واک د انتقال نازک حالت په ښه توګه بیانوي چې شاوخوا یو کال مخکې دموکراسي پلوه مظاهره کوونکو پوځ دې ته اړ کړ چې ددې هیواد دیکتاتور جمهور رئیس عمر البشیر له واکه لرې کړي او یو ملکي حکومت ته د چارو واګې وسپاري.

خو بیا هم د پوځ جنرالان پدې هیواد کې واکمن دي او یوې ملکي ادارې ته د واک انتقال ته لیوالتیا نلري.

د نننۍ پیښې پړه تر اړسه چا نده منلې او دا هم نده څرګنده شوې چې دغه چاودنه د څه ډول چاودیونکو توکیو په وجه رامنځ ته شوې ده.

د سودان د پخواني جمهور رئیس البشیر ضد دموکراسي پلوه غورځنګ دغه چاودنه یو تروریستي برید بللی دی.

د البشر د حکومت له پرزیدو څخه شاوخوا یو کال وروسته هم دغه هیواد د سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی. د نړیوال مالي صندوق د معلوماتو له مخې پدې هیواد کې انفلاسیون ۶۰ فیصدو ته رسیدلی او د بیکارۍ کچه په ۲۰۱۹ کې ۲۲ عشاریه یو فیصه وه. د سودان حکومت ویلي چې ددې هیواد ځوان نسل چې د ۴۲ میلیړن نفوس ۳۰ فیصده کیږي د بیکارۍ سره لاس او ګریوان دي.