د سوډان پوځ ولسمشر بشیر له واکه لېرې کړ

د سوډان پوځ د ولسمشر عمر البشیر د لرې کیدو پخلی کړی او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې د سوډان ملت به سبا سهار د تلویزون له لارې یوه مهمه وینا واوري.

د اردو له دغه اعلان سره سم په زرګونو خلک د پلازمینې خرطوم سړکونو ته راووتل او په نڅاګانو او خوشحالیو یې د ولسمشر لرې کیدل ولمانځل.

د ولسمشر د مخالفینو په پرتله بیا د سوډان مسلکي ادارې غړو د اردو د دغې فیصلې پر خلاف لاریون کړی دی. دوی ویره لري چې اردو غواړي د ولسمشر عمر البشیر له لرې کولو وروسته داسې کس ته واک وسپاري چې د دوې لاسپوڅی وي.

ددغې ادارې یوه ویانده سارا عبدالجلیل اسوشیټد پرس ته وویل چې دوې کودتا نه مني خو د ولسمشر واک ته د پای ټکی ایښودل ضروري بولي. هغه وایي چې د کودتا پر ځاې دې د یوې قانونې لارې د ولسمشر ځاې ناستی وټاکل شي.

د سوډان ولسمشر د کال ۱۹۸۹ د کودتا په لړ کې قدرت ته ورسید. په دغه کودتا کې د سوډان اردو او اسلامپاله ګوند سره اتحاد کړی و. د هغې ورځې څخه نیولې تر نن پورې د سوډان اردو د ولسمشر د هرې پریکړې حمایت کړی و.

د جګړې نړیوال تربیون په وار وار د دارفور ښار په وژنو کې د ولسمشر بشیر لاس درلودلو له کبله د هغه محکمه غوښتې وه خو د اردو د پراخ ملاتړ هغه له دغو خطرونو په امان کې ساتلی و.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د الجزایرو ولسمشر عبدالعزیز هم د ورته فشارونو له کبله له خپلې ۲۰ لکنې ولسمشرۍ څخه لاس په سر شو.