پداسې حال کې چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته په سریلانکا کې د پارلمان غړي نوی جمهور رئیس وټاکي، د دې هیواد سرپرست جمهور رئیس رانیل ویکرمسینګې په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ.
د حکومت په رسمي اعلان کې ویل شوي چې دا بیړنی حالت د " ولس د خوندیتوب، عامه نظم ساتنې او د ټولنې لپاره د لازمو خدماتو او اکمالاتو د برحاله ساتلو په خاطر لګول کیږي".
ښاغلي ویکرمسینګیې وروسته تر هغه د سریلانکا سرپرست جمهور رئیس وټکال شو چې پخواني جمهور رئیس ګوتابایا راجاپاسکا د خلکو د پراخو مظاهرو څخه وروسته هیواد پریښود او د استعفا اعلان یې وکړ.
تیره اوونۍ هم په سریلانکا کې کله چې مظاهره چیانو د صدراعظم په دفتر هجوم یوړ، پدې هیواد کې بیړنی حالت اعلان شو. سره لدې چې مظاهره چیانو ویلي په هلو ځلو کې به یې تشدد نه کیږي خو دې تازه اعلان شوي بیړني حالت خلک حیران کړي.
په کولمبو کې کارپوهه بهواني فونیسکا وایي ، "بیړنی حالت هغه وخت باید اعلان شي چې یو هیواد د ریښتیني ګواښ سره مخ وي. په اوس وخت کې هیڅ ډول سیاسي نامعلومتیا نشه او زه د بیړني حالت د اعلان لپاره هیڅ دلیل نه وینم".
په سریلانکا کې د پراخو اقتصادي او مالي ستونزو له کبله خلکو مظاهرې وکړلې او په څو دولتي ودانیو یې هم هجوم یوړ. سرپرست جمهور رئیس دوشنبه جولای ۱۸ په اعلامیې کې ویلي چې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق سره یې د اقتصادي مرستو د تر لاسه کولو پر سره خبرې نتیجې ګیرۍ ته نږدې خو دې ادارې تر اوسه بیا د خبرو په وضعیت څرګندونې ندې کړي.
سریلانکا چې ۲۲ ملیونه وګړي لري، د خوړو، سون مودو او دارو درملو د واردولو لپاره پیسې نلري او د هغو پورونو په بیرته ورکړې کې هم پاتې راغلې چې د نړیوالو ادارو او هیوادونو څخه یې اخیستي دي.
پر راجاپاکسا تور دی چې د اقتصاد د غلط مدیریت له امله په هغه هیواد کې داسې یو حالت رامنځ ته شو چې حتی د ضروري وارداتو د تمویل په هدف بهرني اسعار نه وو او د هغه هیواد ۲۲ میلیونه نفوس له ناوړه ستونزو سره مخ شو.