د سري لانکا حکومت د سه شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري ۲) په رسمي ډول ددغه هېواد له مسلمان اقلیت څخه له دې کبله بخښنه وغوښته چې په کرونا د اخته شويو مسلمانانو مړي یې د اسلامي دود خلاف سوځولي وو.
په سري لانکا کې په کوویډ۱۹ مړه شوي مسلمانان په داسې حال کې په اجباري ډول سوځول شوي وو چې د روغتیا نړیوال سازمان د دې مړو د ښخولو د مصؤنیت ډاډ ورکړی وو.
د سوځول شویو مسلمانانو د مړو شمېر ندی ښودل شوی.
د سريلانکا حکومتي کابینې په یو بیان کې ویلي چې داسې نوی قانون یې تیار کړی چې له مخې یې د مسلمانانو او نورو عقیدو لرونکو ټولو خلکو د مړو د سوځولو یا ښخولو حق ډاډمن کړي.
د سري لانکا اکثریت بودایان د هندوانو په څېر خپل مړي سوځوي. په دغه هېواد کې مسلمان لږکیو د حکومت له لورې د بخښنې غوښتلو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې د دوی ټولنه، چې د دې ټاپو د ۲۲ میلیونه نفوس شاوخوا ۱۰ سلنه جوړوي، لا هم غمجنه ده.
د سري لانکا د مسلمانانو د شورا ویاند، علمي احمد فرانس پرس ته وویل: "موږ به اوس د سریلانکا د دوو اکاډمیکو کسانو، میتیکا ویتاناج او چانا جایسومانا د محاکمې غوښتنه وکړو چې د مړو د جبري سوځولو په پرېکړه کې یې لاس درلود. موږ به د تاوان غوښتنه هم وکړو."
احمد وویل چې یوه ځوانه مسلمانه جوړه هغه وخت د نه هیریدونکي غم سره مخامخ شوه کله چې د دوی د ۴۰ ورځني ماشوم جسد د دولت لخوا د دوی د خوښې خلاف وسوځول شو.
د سري لانکا د هغه وخت ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا د مړو په ښخولو بندیز لګولی و او د هغه دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا او نورو نړیوالو سازمانونو لخوا د مسلمانانو د جنازې له حق څخه سرغړونه بلل شوې او غندل شوې وه.
راجاپاکسا د دې میاشتې په پیل کې په خپاره کړي یو کتاب کې له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د طبیعي سرچینو کارپوهې ویتاناج ورته مشوره ورکړې وه چې په کوویډ۱۹ د مړو شویو کسانو ښخولو ته اجازه ورنکړي.
میتیکا ویتاناج په طبي برخه کې د کار تجربه نه لري.
راجاپاکسا د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې وروسته له هغه د مړو د جبري سوځولو پالیسي لغوه کړه چې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان سریلانکا ته د سفر په ترڅ کې له نوموړي څخه دا غوښتنه وکړه.
حکومت وروسته د ټاپو په ختیځ کې د اوداموادي په لیرې پرته سیمه کې تر کلکې نظامي څارنې لاندې په دې شرط د مړو د ښخولو اجازه ورکړه چې د هغوی د کورنۍ غړي به په جنازه کې ګډون نه کوي.
راجاپاکسا دوه کاله دمخه د پراخو لاریونونو په نتیجه کې وروسته له هغه له واک څخه لیرې شو چې په دغه هېواد کې سخت اقتصادي بحران خلک د خوړو، تیلو او درملو له کمښت سره مخامخ کړل.