په هسپانیا کې چارواکو چهارشنبې اکتوبر ۳۰ (لړم نهمه) وویل چې ددغه هېواد په ختیځه والنسیا سیمه کې په کم ساري سیلابونو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان مړه شوي دي.
د هسپانیا په ختیځو او جنوبي سیمو کې د تیرې یوې اونۍ راهیسې د شدیدو بادونو او باران خبر ورکړل شوی دی چې له کبله یې په والنسیا او جنوبي اندلوسیا کې سیلابونه راغلي دي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې لارې او سرکونه په سیندونو بدل شوي، موټرونه یې له ځانه سره وړي او د ریل ګاډو سیستم ګډوډ شوی دی.
په والنسیا کې د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د ۵۲ کسان مړینه تائید کړې ده. د سیمې د اطفائیې مشر هوزې میګویل ویلي چې په دوو عمومي لارو باندې "په سلګونو کسان" بند پاتې دي.
د سیمې مشر کارلوس مازون خبریالانو ته وویل چې د سیلابونو له کبله د والنسیا ځینو برخو ته لاسرسی پری شوی او بریښنا هم قطع شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي چې کورونه یې له اوبو لاندې شوي، د خپلو کورونو له ودانیو او انګړونو څخه د خټو او خځلو د لیرې کولو او د خپلو مالونو د موندلو هڅه کوي.
په والنسیا کې د مرکزي حکومت استازي پیلر برنابي وویل چې د ژغورنې د عملیاتو سره د مرستې لپاره د هسپانیا له نورو برخو څخه د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ځواکونه والنسیا ته استول شوي دي.
د دفاع وزیرې مارګریتا روبلیس وویل چې "تر زرو زیات" عسکر په هلیکوپترو کې سیمې ته لیږل شوي چې له دغه "بې ساري وضعیت" سره مبارزه وکړي.
دا په دغه اروپايي هېواد کې د ۱۹۹۶ کال راهیسې ترټولو ناوړه طبیعي ناورین ګڼل شوی. په هغه کال کې د فرانسې سره په سرحد کې د اراګون په سیمه کې په سیلابونو کې ۸۶ کسان مړه شوي وو.
د موسم څارونکو ویلي چې د مدیترانې سمندر دپاسه یخو بادونو وریځې او شدید باران رامنځته کړی او د وروستيو سیلابونو لامل شوی دی. اټکل کیږي په سیمه کې شدید باران د پنجشنبې ترپایه دوام وکړي.
ساینس پوهان وايي د انسان په لاس رامنځته شوی د اقلیم بدلون د ګرمې هوا او توپانونو د شدت لامل کیږي.