پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل نه پوره څلور لسیزې تیرې شوي، خو لا هم د جگړې دواړه خواوې د خپلو کړو په اړه خپلې جلا کیسې او جلا استدلالونه لري.
په افغانستان کې د پخواني شوروي د لښکرو نژدې یوې لسیزې شتون نژدې یو میلیون افغانان او لږ تر لږه ١۴ زره شوروي سرتیري ووژل او په زرگونو نور یې ټپیان، معیوب او معلول کړل. همداشان دغې جگړې په میلیونونو افغانان د هیواد پریښودلو ته اړ کړل.
سلیمان، چې په افغانستان کې د شوروي لښکرو د شتون پر وخت د مجاهدینو د یوې ١٢ کسیزې ډلې قوماندان وو او د سرو لښکرو پر ضد جنگیده، د افغانستان د اشغال ثمره "د افغانستان د خلکو بدبختي او ددې هیواد ویجاړی" گڼي.
سلیمان اوس هم وایي چې "د روسانو په وړاندې جهاد" د هغه دیني رسالت و، ځکه په وینا یې روسانو "کمونیزم او کفر" ترویجاوه.
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جگړې لس کاله دوام وکړ او سرې لښکرې په ۱۹۸۹ میلادي کې له افغانستان نه ووتلې، خو د افغانانو او روسي پوځیانو پر جسم، روح او روان باندې یې پراخ فزیکي او روحي علایم پریښول.
عبدالکبیر چې په ۱۹۸۰ کې د مجاهدینو په لیکو کې جنگیده وایي اوس هم نه پوهیږي چې روسان په کوم منطق افغانستان راغلي وو. هغه د کورنیو جگړو په گډون د افغانستان د وروستیو څلور لسیزو د بدبختیو پړه د شوروي د لښکرو په اشغال اچوي.
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جگړې پای پدې هیواد کې د یوې بلې جگړې پیل و. د سرو لښکرو له وتلو نه دوه کاله وروسته مجاهدین بریالي شول او څو میاشتې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جگړې پیل شوې چې په نتیجه کې یې لا نور افغانانان ټپیان او ووژل شول او زیات شمیر نور مهاجر شول.
خو په افغانستان کې د پخواني شوروي پوځیان د جگړې په اړه بل روایت کوي. د څلور لسیزو په تیریدو سره لا هم یو شمیر روسي سرتیري پر افغانستان باندې د شوروي لښکرو د یرغل په ضرورت ټینگار کوي.
د روسیې د استخباراتو پخوانی مامور الیاس داوودي وایي په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو شتون د شوروي اتحاد د "جنوبي سرحدونو د دفاع" لپاره "اړین" و. هغه وایي مسکو باید پوهیلی چې په شاوخوا کې یې څه تیریږي.
ښاغلی داوودي چې اوس ۵۲ کلن دی، په ١٩٨٦ کې په هرات ولایت کې د دندې پر وخت د ماین په چاودنه کې یې یوه پښه له لاسه ورکړې ده. هغه د فرانس پرس اژانس ته وویل: "مونږ د دوهمې نړیوالې جگړې د فاتحانو لمسیان وو او مونږ ته مهمه وه چې ځانونه ثابت کړو. مونږ ته (د افغانستان) هماغه جگړه زمونږ خپله جگړه وه."
د ١٩٨٩ کال د دسمبر په ٢٧ نیټه، روسي پوځیان افغانستان ته ننوتل. د یوې لسیزې په ترڅ کې څه دپاسه ٦٠٠ زره شوروي سرتیري افغانستان ته ولیږدول شول او د جهادي تنظیمونو پر وړاندې چې د لویدیځ لخوا، په ځانگړې توگه د امریکا د متحده ایالاتو له خوا یې ملاتړ کیده په سختې جگړې بوخت شول.
د شوروي د سور لښکر پخوانی پوځي ولادیمیر ویچیفتسف، چې ١٦ میاشتې یې په افغانستان کې د کشف د افسر په توگه دنده ترسره کړې، افغانستان ته د شوروي لښکرو استول "سم تصمیم" گڼي.
ښاغلی ویچیفتسف چې اوس ۵۸ کلن دی، په افغانستان کې د ماین په چاودنه کې ټپي شوی چې په وینا یې یوه میاشت بې هوښه و او د مرگ او ژوند ترمنځ یې شپې او ورځې تیرولې. هغه مړ نشو خو د تل لپاره معلول او ړوند شو. خو بیا هم هغه په افغانستان کې د شوروي د جگړې په تائید وویل: "زمونږ د هیواد په څیر یو ستر هیواد باید پر هغه څه کنترول درلودای چې په شاوخوا کې یې تیریدل".
په افغانستان کې د شوروي لښکرو شتون هم هماغه وخت او هم اوس د روسیې د عامو خلکو ترمنځ محبوبیت نه درلود او نه یې لري.
خو د روسیې د پارلمان د دفاعي چارو کمیټه د پخوانیو روسي پوځیانو د فشار په نتیجه کې اوس د یوې لایحې ملاتړ کړی دی چې گواکې سرو لښکرو د افغانستان د وخت له حکومت سره مرسته وکړه چې د "ترهگرو او افراطي ډلو" په وړاندې مقابله وکړي او د پخواني شوروي اتحاد په لور د امنیتي گواښونو د پراخیدو مخنیوی وکړي.