په جنوبي افریقا کې مسلمانان روژه د اړمنو د لاسنیوي فرصت بولي

د جنوبي افریقا د مسلمان میشتو سیمو خلک د روژې میاشت ددې فرصت بولي چې مرستې راټولې کړي او په خپلو ټولنو کې د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي.

ددغه هېواد په ترټولو ستر ښار جوهانسبرګ کې، فورډزبرګ تر ډیره مسلمان مېشته سیمه ده. د ورځې له خوا سړکونه ارام دي او د روژې میاشت ډیره ښه روانه ده. خو په پایتخت کیپ ټاون کې بیا د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د ښوونځي مشر امام شانیل قاسم په سخته دنده بوخت دی.

نوموړی د بسپنې په راټولولو پسې پلورنځي په پلورنځي ګرځي. قاسم وايي چې دا په روژې کې ایمان جوړونه ده، او په اسلام کې د ایمان او نېکو عملونو ښکارندويي کوي.

هغه وویل: "دا د ځان وږي کول او له خوراک او څښاک څخه لرې کیدل نه دي، دا د ایمان جوړول دي. الله تعالی هر څه بند کړي او موږ ته یې را په یاد کړي، چي واورئ، دا هغه میاشت ده چې تاسو باید د خپل ځان د جوړولو هڅه وکړئ."

په ښار کې نورې خیریه ټولنې لکه اسلامک ریلیف هم د اړو خلکو لپاره د خوراکي توکو مرستې ټولوي. دغه ټولنه په ټول هېواد کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته خوراکي توکي برابروي. خو دوی وایي چې اقتصادي ستونزو يې کارونه ټکني کړي دي.

د اسلامک ریلیف د ټولنې بسپنه ټولوونکې، عادله سیرکوت وايي، هغه خوراکي توکي چې په تېره روژه کې یې بیه ۳۰۰ رینډه، یا ۱۶ ډالره وه، اوس یې بیه تقریباً دوه برابره ده.

هغه زیاتوي: "اقتصادي کمزورتیا زموږ د خوراکي توکو د مرستو په ویشلو هم بده اغیزه کړې. اقتصاد مخ په ښکته روان دی او اړتیاوې یقیناً په چټکۍ سره ورځ تر بلې مخ په بره روانې دي."

مګر د نرخونو لوړوالي د دودونو مخه نه ده نیولې. د شالیمار ډیلایټس هټۍ په فورډزبرګ کې کولچې او نور خواږه پلوري. دا پلورنځی د لمر لوېدو او روژماتي په وخت کې له ګڼې ګوڼې ډک وي. مسلمانان غواړي چې خپله روژه په خوند سره پای ته ورسوي.

موسی ایامي له اتو کلونو راهیسې دلته پخلی کوي. هغه که څه هم روژه دی خو پرته له دې چې د ډوډۍ لپاره کومه بیړه ولري، د پیرونکو خیال ساتي.

ایامي وايي: "دا دومره سخته نه ده، ځکه چې تاسو ګورئ کله چې تاسو روژه یاست، خدای تاسو ته ډیر رزق درکوي. بیا ځواک درکوي او ځواکمن کیږی، نو تاسو نه ستړي کیږی. تاسو کولی شئ هر څه چې وغواړئ جوړ کړئ، هیڅ ستونزه نشته."

روژه چې د یووالي، شفقت او پیوستون میاشت ګڼل کیږي، مسلمانان هڅه کوي چې په دغه میاشت کې د خپلې ټولنې د بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړي.