په سومالیا کې چارواکي وايي د شنبې په ورځ فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) په مرکز موګادیشو کې په یو ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او لږ تر لږ اوه نور ژوبل دي.
چارواکي وايي برید یوې امنیتي پوستې ته نژدې شوی دی چې یو شمېر موټرونه یې هم زیانمن کړي دي.
د پولیسو یو ویاند وویل چې ځانمرګی په یو موټر کې ناست و، له یوې امنیتي پوستې څخه یې د تېرېدو هڅه کوله چې پولیسو درولی او ډزې یې پرې کړي چې بیا چاودنه شوې ده.
تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.د چاودنې ځای ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د پارلمان ودانۍ دي.
دا برید داسې مهال شوی دی چې د سومالیا په پارلمان کې بحث روان دی چې ټاکنې څنګه او کله وشي. دا ټاکنې د فبرورۍ اتمې نېټې ته پلان شوې وې.
ځینې استازي وايي ولسمشر محمد عبدالاهي فرماجو خپله کاري دوره غځولې ده.
د القاعده ډلې سره تړلي د الشباب ترهګر وخت ناوخت په سومالیا کې بریدونه کوي.
الشباب غواړي چې په نړیواله کچه د سومالیا په رسمیت پېژندل شوی حکومت وپرځوي.
د الشباب ډلې همدغه راز ګواښ کړی دی چې د ټاکنو او رایې اچونې په مرکزونو به هم بریدونه کوي.