حج او هوښیاره چترۍ

منال ډانډس ددی هوښیارې چترۍ د مخترعینو څخه ده

د سعودي او فلسطین یو ګډ شرکت داسی هوښیارې چترۍ جوړوي چې د جي. پي.اس یا ادرس موندنې سیستم لري او د لمر په انرژۍ یو پکی هم لري چې په مکه معظمه کې د حج مراسمو کې یي خلک کارولی شي.

ددی شرکت یو موسس کمال بدوي وایي "چترۍ ګانې معمولآ یوه آساسي اړتیا ده، په خاصه توګه اروپا کې او د حج په مراسمو کې هم په کاریږي، خو حاجیان یي یوازی ددی لپاره کاروي چې د لمر له تودوخې بچ شي."

تردی مخکې چا باور نه کاوه چې ګوندې یوه ورځ به د چترۍ نه د کوم بل څه لپاره هم استفاده وشي. کمال بدوي وایي کله یي چې پدې اړه فکر وکړ نو په چترۍ کې یي د یو پکي نصبول ذهن کې وګرځیدل چې په توده ورځ کې کیدی شي د یو شخص لپاره ښه تمام شي. ښاغلی بدوي وایي "دا ځکه ډیره مهمه نظریه وه چې په راتلونکو دولسو کلونو کې به د حج مراسم په ډیره توده هوا کې ترسره کیږي."

د چترۍ په لاستي کې د برقي آلو چارجول او جي.پي.اس شته

پدې چترۍ کې نښلول شوی جي. پي. اس یا د "ادرس موندنې آله او پکی" دواړه د لمر په انرژۍ فعالیت کوي. ددی آلې مخترعین وایي پدې چترۍ خلک کولې شي چې د خپل ګرځنده مبایل او کمپیوتر ترڅنګ هر هغه برقي آله چارج کړي چې د یو.اس. بي کیبل په وسیله نښلول کیږي.

د جي. پي. اس په وسیله ګڼ شمیر کسان چې دا هوښیاره چترۍ ولري، یوبل ژر پیدا کولې شي او یا د یو بل سره مرسته کوی شي چې یوځای ته راغونډ شي.

ددی چترۍ بله مخترعې میرمن منال ډانډس وایي چترۍ د لمر د انرژۍ جزبولو وړې خښتې لري چې انرژي ذخیره کوي او بیا یي په برقي انرژۍ تبدیلوي او د چترۍ په لاستي کې ذخیره کیږي.

تولیدونکی شرکت غواړي دغې هوښیارۍ چترۍ ته نړیوال بازار پیدا کړي

میرمن ډانډس وایي د ادرس موندنې د آلې او پکي سربیره د رڼا څراغ هم په چترۍ کې ځای کړل شوی دی.

کمال بدوي وایي ددی لپاره چې دغې هوښیارې چترۍ ته د حج د مراسمو په غیر نړیوال بازار پیدا کړي، غواړي د یو سوداګریز تبلیغاتي شرکت سره قرارداد وکړي.

د سعودي او فسطین د ګډ شرکت لخوا ددی لمریزې انرژۍ په وسیله کارونکې چترۍ د جوړیدو هدف دادی چې حاجیانو د عبادت په وخت کې اړتیا پوره کړي.

د تیرکال راهیسې چې دا نظریه پیدا شوه، دواړه بدوي او ډانډس پدې ډیر غور وکړ چې داسی آله ډیزاین کړي چې د کاپي حق پکې محفوظ اوسي.

اوس دواړه پدې هیله دي چې که کوم خصوصي شرکت یا دولتي موسسه د دوئ پر تولید شوي محصول پانګونه وکړي ترڅو خپلو تولیداتو ته دوام ورکړی شي. دوئ هڅه کوي دغې هوښیارې چترۍ ته داسی قیمت وټاکي چې هرڅوک یي د آخستو توان ولري.