زحل اکبري د هرات په ولایت کې د کیک او کلچو جوړولو فابریکه جوړه کړې او افغان میرمنو ته یې پکې دنده ورکړې تر څو د خپلو ځانونو، کورنیو او خپلې روغتیا خیال پرې وشي ساتلی.
میرمن اکبري امریکا غږ ته وویل چې ۱۱ واړه میرمنې چې پدې فابریکې کې کار کوي، له پوهنتون فارغې شوي چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، دوی هم ورسره بې روزګاره شویدي.
طالبانو په دولتي ادارو او غیر حکومتي سازمانونو کې میرمنې له کار کولو منع کړي، تر شپږ ټولګې پورته نجونې او میرمنې د تعلیم کولو حق نلري، د نارینه محرم پرته لیرې سفر نشي کولی، پارکونو، حمامونو او ورزشي کلبونو ته هم د میرمنو ورتګ بند دی.
سره لدې چې طالبانو ویلي په خصوصي سکتورونو کې د میرمنو کار کولو سره کومه ستونزه نلري، خو هغوي د سنګارتونونو په ګډون په ځینو کاروبارونو کې میرمنې له کار کولو منع کړي.
هغوي تیر کال په ټول افغانستان کې سنګارتونونه هم بند کړل چې زرګونو افغان میرمنو پکې کار کاوه.
میرمن اکبري وایي چې ډیرې افغان میرمنې ورته راځي او د کار غوښتنه ترې کوي خو دا وایي د امکاناتو نشتوالي له کبله ټولو ته کار نشي ورکولی.
د ملګرو ملتونو د پرمختیا پروګرام یو راپور چې تیره اوونۍ خپور شوی پکې ویل شوي چې د ستونزو سره سره، واړه کاروبارونه چې مشرانې یې میرمنې دي، په افغانستان کې د میرمنو د پایښت په وسیلې بدل شویدي.
پدې راپور کې د شاوخوا ۳۱۰۰ داسې کاروبارونه سروې شوي چې مشرانې یې میرمنې دي او پکې ۶۶ په سلو ګډون کوونکو ویلي چې دا ډول کارونه د طالبانو په واکمنۍ کې ډېر شویدي.
د آرام سمندر او آسیایي هیوادونو بیورو لپاره د ملګرو ملتونو مرستیالې کاني ویګناراجا، وایي چې ډیرو میرمنو سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې.
ګڼې ستونزې
د ملګرو ملتونو دې چاراکې امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې په افغانستان کې د میرمنو په مشرۍ کاروبارونه د ګڼو ستونزو سره مخ دي چې "لومړۍ یې مناسبه پانګه، دویمه یې عصري مهارتونه او دریمه یې خوځښت دی."
د افغانستان د میرمنو د سوداګریزې خونې او صنایعو اجرائیوي مشرې سلمان یوسفزۍ هم امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د تیرو دوو کالونو په پرتله د کاروبار په برخې کې د افغان میرمنو شمیر ډیر شوی.
هغې وویل چې د دوي ادارې سره ۹۱۲۶ داسې کاروبارونه ثبت دي چې مشرانې یې میرمنې دي او په ټول افغانسان کې ۱۲۰ زره ثبت شوي او نا ثبت شوي فعالیتونه روان دي چې مشري یې د میرمنو په لاس کې ده.
میرمن یوسفزۍ وایي چې د میرمنو اکثریت فعالیتونه د قالینو په اوبدلو، جامو ګنډلو، ګاڼو، د میوو پروسس او د کرنې په نورو برخو کې دي.
دا وایي چې په افغانستان کې د میرمنو د کاروبار لپاره یوه غټه ستونزه د بازار نشتوالی دی، ځکه هغوي نشي کولی چې خپل محصولات د افغانستان څخه د باندې وپلوري.
سلما یوسفزۍ وړاندې وایي چې له یوې خوا افغان میرمنې بهرنیو بازارانو ته صادرات نشي کولی او بله دا چې هیڅ هیواد افغان میرمنو ته ویزې نه ورکوي.
دا وایي که په افغانستان کې د وړو کاروبارونو سره همکاري وشي، ډیرې میرمنې به په کار بوختې شي.
د نورو لارو نشتون
دا چې طالبانو افغان میرمنې او نجونې د بنسټیزو حقونو څخه محرومې کړي او په کور ناستې دي، د هغوي روغتیایي وضعیت یې لا پسې خراب کړی.
د هرات ولایت یوه اوسیدونکې، عادله غفاري څه باندې یو کال په کور کې ناسته وه تر څو ورته د کیک او کلچو په یوې فابریکې کې کار پیدا شو.
هغه له پوهنتون څخه فارغه شوې او تاریخ یې لوستی. غوښتل یې د تاریخ معلمه شي او یا د حکومت لپاره کار وکړي، خو زیاتوي چې پدې فابریکې کې د کار کولو پرته بله چاره نلري او زیاتوي چې په کور کې د کښیناستو ورته دا کار ښه دی.