د سلواکیا پر صدراعظم ډزې شوي او وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی

د سلواکیا صدراعظم رابرټ فیکو

د سلواکیا چارواکو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غوايي ۲۶) وویل چې ددغه هېواد پر صدراعظم رابرټ فیکو باندې مرګانی برید شوی او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د سواکیا په مرکزي ښارګوټي هنډلوا کې پر فیکو باندې له ډزو کېدو وروسته نوموړی روغتون ته لیږدول شوی دی.

پولیسو د ډزو په شک د یو تن د نیولو خبر ورکړی دی.

د سلواکیا حکومت په ټولنیزو شبکو کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "نن په هنډلوا کې له حکومتي غونډې وروسته، د سلواکیا د صدراعظم رابرټ فیکو د وژلو هڅه شوې."

فیکو څلور دورې د سلواکیا صدراعظم پاتې شوی او ګوند یې یو ځل بیا په سپتمبر کې عمومي ټاکنې وګټلې.

په حکومتي اعلامیه کې ویل شوي: "هغه شدید ټپي شوی او د عاجلې درملنې دپاره د هلیکوپتر په واسطه د بانسکا بیټریکا روغتون ته ځکه لیږدول کیږي چې براټیسلاوا ته لیږدول یې ډیر وخت نیسي."

د سلواکیا پر صدراعظم له ډزو وروسته نوموړی په هلیکوپتر کې روغتون ته لیږدول شوی.

د فیکو د فیسبوک په رسمي پاڼه لیکل شوي چې پر هغه باندې څو ډزه شوي دي.

په هنډلوا کې د روغتون چارواکو ویلي چې د هغه درملنه روانه ده او ټاکل شوې چې د وضعیت په اړه یې نور معلومات وروسته خپاره شي.

د بریتانیا، چک، پولنډ او یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو د پېښې په اړه اندېښنه او د فیکو د روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

په اکتوبر کې د صدراعظم په توګه د ټاکل کېدو وروسته، د فیکو ځینو څرګندونو له ګاونډي اوکراین سره د سلواکیا اړیکې خړې پړې کړي دي.

فیکو په ځانګړي ډول د اوکراین د خپلواکۍ په اړه پوښتنې راپورته کړي او ویلي یې دي چې له روسیې سره باید جوړ جاړی وشي.

د فیکو له ټاکل کېدو سره، سلواکیا اوکراین ته د وسلو لیږل بند کړل. هغه د ټاکنیزو مبارزو پر مهال ژمنه کړې وه چې کیف ته به "یوه مرمۍ" هم ورنکړي.

د رسنیو په قانون کې د بدلون په شمول د فیکو ځینو تغیراتو په سلواکیا کې لاریونونه پارولي وو.

پر نوموړي له ډزو وروسته، د فیکو د ګوند لخوا د پارلمان غړي لوبوس بلاها د فیکو منتقدین وغندل. بلاها وویل: "تاسو، لیبرالې رسنۍ او سیاستوال ملامت یاست. رابرټ فیکو ستاسو د نفرت له امله د مرګ او ژوند ترمنځ واقع شوی دی."