کندهار کې د ۱۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانیستل کېږي

افغان ولسمشر وايي، ډېر ژر به په کندهار ښار کې د ۱۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانیستل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه د سویلي ولایتونو له مشرانو سره لیدنه کې ویلي، چې د کابل په څېر کندهار ښار ته هم ځانګړی پلان په نظر کې نیول شوی چې یو له هغوی په روژه میاشت کې د ۱۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پرانیستل دي.

پر همدې مهال د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلین هم وايي، چې دا مهال په کندهار کې د لمریزې برېښنا پر دری لویو پروژو کار روان دی چې ټوله ۴۰ میګاواټه کېږي.

دغه وزارت وايي، چې د دغه پروژو له ډلې یوه ۱۰ او دوې نورې ۱۵ ـ ۱۵ مېګاواټه دي.

کندهار کې د لمریزې برېښنا پر ۳ پروژو کار روان دی

د اوبو او انرژۍ وزارت د لمریزې برېښنا د څانګې مشر انجنیر فرید الله شرفمل امریکا غږ ته وویل، چې د پنځلس ـ پنځلس میګاواټه لمریزې برېښنا کار تکمیل شوی چې ډېر ژر به شبکې ته وصل شي.

ښاغلي شرفمل وویل: "د دغه ۱۵ میګاواټه پروژې چارې پوره شوي دي، ۳ میګاواټه یې نن په امتحاني ډول له شبکې سره وصل شول،په نژدې ورځو کې به دغه ۱۵ میګاواټه رسماً پرانیستل شي او د ۱۵ میګاواټه نورې چارې به په یوه میاشت کې تکمیل شي او شبکې ته به وصل شي یعني د دغه ۳۰ میګاواټه کارونه تکمیل دي."

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې د دې پروژو تړونونه په ۱۳۹۶ کال کې له خصوصي سکټور سره لاسلیک شوي چې دولت هم پکې ونډه لري.

ښاغلي شرفمل زیاته کړه چې له یادو شبکو څخه به زرګونو کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.

خو د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مشر بیا که هم د یادې پروژې پر پرانیستلو خوښي ښيي خو زیاتوي چې دغه ۱۵ میګاواټه برېښنا د کندهار ستونزه نشي هوارولی.

رحیم الدین حاجي اغا

د دغه بورډ مشر رحیم الدین حاجي اغا امریکا غږ ته وویل، چې په کندهار کې د کافي برېښنا د نشتوالي له امله د دغه ولایت لسګونه صنعتي فابریکو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:"د کندهار په صنعتي پارکونو کې دغه ۱۵ میګاواټه د لمریزي برېښنا پروژه چې پرانیستل کېږي ډېره اشد او ضروري ده، دا اوس زموږ ګڼې فابریکې د برېښنا د کمښت له امله په نوبت سره چلېږي، ځينې د شپې برېښنا لري، ځینې د ورځې نه لري، په دې وخت کې زموږ ډېرې فابریکې بندې وي."

ښاغلي حاجي اغا زیاته کړه چې په کندهار کې د برېښنا کمښت یوه له جدي ستونزو څخه ده چې دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د کندهار ښار پراخوالې ته په کتو دغه ښار له پنځوس څخه پورته مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

کندهار ښار دا مهاله د هلمند ولایت د کجکي بند له برېښنا څخه استفاده کوي چې اکثره وختونه په لار کې د نښتو او نورو ناڅرګندو لاملونو له امله قطعه وي.