اسټرالیا کې په ډزو کې ۶ تنه وژل شوي

د اسټرالیا د کوینزلینډ په ایالت کې پولیس وایي دوه پولیس، یو لاروی او درې مشکوک کسان د دې ایالت په یو لیرې پراته کلي کې په ډزو کې وژل شویدي.

چارواکو سه شنبه ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۲) ویلي چې پولیس دې سیمې ته ورغلي و چې د یو بې درکه شوي تن په هکله پلټنې وکړي.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې وژل شوي پولیس افسران یو یې ۲۶ کلن او بل یې ۲۹ کلن و.
تر اوسه نده معلومه چې په پولیسو دا ډزې ولې شوې خو پولیسو همدومره ویلي چې درې مشکوک کسان د پیښې څخه وروسته وژل شوي.

چارواکو د وژل شویو کسانو د هویت په هکله څه ندي ویلي.

د کوینزلینډ د پولیسو کمیشنرې کاټارینا کیرول دا پیښه پیچلې او ناوړه وبلله.

هغې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې پدې تیرو څو کالونو کې په یوې پیښې کې دومره ډیر پولیس نه و وژل شوي.

میرمن کیرول زیاته کړه، " که اوونۍ نه خو ښایي څو ورځې وخت ونیسي چې مونږ د دې پیښې ټول اړخونه را برسیره کړو".

چارواکي وایي چې څلور پولیس دې سیمې ته د ښوونځي د یو پخواني مدیر د بې درکه کیدو د قضیې په هکله د پلټنو لپاره ورغلي و چې د کور کټارې څخه تر تیریدو وروسته په پولیسو ډزې وشوې .

په پیښه کې دوه پولیس افسران ټپي شوي هم دي او روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي.

ویل کیږي چې په پولیسو دا ډزې دوو سړیو او یوې میرمنې کړي چې وروسته د پولیسو لخوا درې واړه ووژل شول.