نړیوال جام کې د افغانستان شپږمه لوبه: د سریلانکا تر ټولو تیز توپ اچوونکی ټپي شوی

دسري لانکا لوبډلې ویلي چې د لهیرو کومارا ورون ژوبل شوی او د افغانستان سره په لوبې کې به نه وي.

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د سري لانکا لوبډلې سره دوشنبه اکټوبر ۳۰ خپله شپږمه لوبه وکړي، د سیالې لوبډلې تر ټولو تیز توپ اچونکی لهیرو کومارا ټپي شوی او د افغانستان سره په لوبې کې به نه وي.

د نړیوال جام تخنیکي کمیټې یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم۷) اعلان کړی چې د کومارا پر ځای به د سریلانکا بل تیز توپ اچوونکی دوشمانتا چمیرا لوبه وکړي.

د کومارا ټپي کیدل د سري لانکا لوبډلې لپاره یوه ضربه بلل کیږي ځکه چې هغه د همدې تیرې پنجشبنې په ورځ د انګلستان لوبډلې په خلاف لوبې کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول او په لسو اورونو کې یې یوازې ۳۵ منډې ورکړې وې.

د سري لانکا لوبډلې ویلي چې د تمریناتو پر مهال د کومارا ورون ژوبل شوی.

تر کومارا وړاندې د سري لانکا بل تیز توپ اچوونکی ماتیشا پاتيرانا هم ژوبل شوی و او پر ځای یې پخوانی کپتان انجلو میتیوز په لوبډلې کې اخیستل شوی.

د افغانستان او سري لانکا لوبډلو تر منځ تر اوسه ۱۱ نړیوالې لوبې شوي چې ۳ یې افغانستان او ۷ یې د سري لانکا لوبډلې ګټلي او یوه یې بې نتیجې پای ته رسیدلې.

د سري لانکا لوبډله د روان نړیوال جام د نمرو په درجه بندۍ کې پنځه مقام لري او افغانستان بیا په اووم مقام کې دی.

سري لانکا په پنځو لوبو کې ۲ ګټلي او ۳ یې بایللي. افغانستان هم درې لوبې بایللي او دوه یې ګټلي خو سري لانکا ترې د رن ریټ په حساب وړاندې ده.