شیخ محمد بن زاید آل نهیان د متحده عربي اماراتو رئیس شو

په منځ کې ناست شیخ محمد بن زاید آل نهیان دی

شیخ محمد بن زاید آل نهیان د شنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوایي ۲۴) د متحده عربي اماراتو د دولت د رئیس په توګه وټاکل شو.

د اماراتو پخوانی رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان، د جمعې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) د ۷۴ کالو په عمر مړ شو. د فرانس پرس اژانس په وینا هغه چې د لویدیځې نړۍ پلوي و، ویې کړای شول د خلیج د هیوادونو اړیکې د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو سره نژدې کړي.

د فرانسې خبري اژانس د WAM news د رپوټ په اساس وایي د شیخ خلیفه له مړینې وروسته د هغه ناسکه ورور ۶۱کلن شیخ محمد بن زاید آل نهیان د فدرالي شورا له لورې د رایو په اتفاق وټاکل شو او پدې توګه د تیلو ددغه بډایه هیواد واکمن شو چې پلار یې په ۱۹۷۱ کال کې د هغه بنسټ ایښی و.

شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په ۱۹۴۸ میلادي کال کې زیږیدلی و او د ۲۰۱۴ کال راهیسې د مغزي سکتې له وجې د هیواد د چارو له پرمخ بیولو څخه ګوښه شوی و او ددې ۱۰ میلیون نفوس لرونکي امارات چارې شیخ محمد بن زاید ال نهیان پرمخ بیولې.

د اماراتو د پخواني رئیس د نوښتونو له مخې متحده عربي اماراتو خپل یو ستور مزلی فضا ته واستوه، د مریخ د پلټنې سپوږمکۍ یې وتوغوله او د هیواد د اټومي انرژۍ لومړنۍ بټۍ یې پرانستله. همداشان یوه پراخه بهرنۍ پالیسي یې خپله کړه.

د رویترز خبري اژانس په وینا د اماراتو نوی رئیس شیخ محمد بن زاید ال نهیان د منځني ختیځ د نوي دریځ مشري کوي چې د اسرائیل سره یې د ایران ضد محور رامنځته کړی او په سیمه کې یې د سیاسي اسلام د ودې په وړاندې مبارزه کړې ده.

شیخ محمد چې د کلونو راهیسې یې د صحنې شاته د اماراتو مشري کړې ددې هیواد پوځ یې په پرمختلې تکنالوژۍ سمبال کړی او د تیلو له غناو او د سوداګرۍ د مرکز په توګه د خپلو پانګو نه په استفادي یې په نړیواله کچه د اماراتو نفوذ پراخ کړی دی.

د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د مړینې د خبر وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن، د بریتانیا ملکې الیزابت، د اسرائیل صدراعظم نفتالي بینیټ د عربي هیوادونو مشرانو او ایران ددې هیواد سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر مخمد اشرف غني هم په خپل ټویټر پاڼه د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې، ښاغلی غني د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ راهسیې د افغانستان نه د وتلو وروسته په اماراتو کې ژوند کوي.

د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون دفتر ویلي چې ښاغلی مکرون به د یکشنبې په ورځ اماراتو ته د شیخ خلیفه د فاتحې په مراسمو کې د ګډون او د نوي ولسمشر د ملاتړ لپاره ولاړ شي.

د مصر ولسمشر السیسي متحده عربي اماراتو ته تللي او د ګاونډي هیواد سعودي عربستان مشرانو د شیخ خلیفه د مړینې په خاطر په خپل هیواد کې سپورتي لوبې او د ساعتیرۍ چارې ځنډولي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په چټکۍ د اماراتو نوي رئیس ته مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې د هغه ټاکنه به د دواړو هیوادونو ترمنځ «دوستان اړیکې نورې هم غښتلې کړي.»