جرمني کې د چاقو په برید کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جرمني کې سیمه ایز مطبوعات وایي چې جمعه اګست ۲۳ ( وږي دویمه) د دې هیواد په لویدیځ کې د زولینګن په ښار کې د مراسمو په ترڅ کې ګڼ شمیر کسان د چاقو په برید کې وژل شوي او ټپي شویدي.

د بیلد ډیلي ورځپاڼې ویلي چې یو برید کوونکي خلک په قاچو وهلي، درې تنه یې وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپي کړیدي.

ګمان دا دی چې برید کوونکي د پیښې له ځای څخه تښتیدلی او پولیسو ویلي چې د لټون عملیات یې پیل کړي.

تر اوسه پولیسو او عیني شاهدانو د برید انګیزې په هکله څه ندي ویلي.

د مطبوعاتو په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې برید هغه مهال وشو چې پدې مراسمو کې موسیقي چالانه وه.

د سولینګن ښار د اوسیدونکو شمیر له پلوه د جرمني تر ټولو ګڼ میشتی ښار دی چې د هالڼد سره په ګډې پولې پروت دی.

پولیس د پیښې له ځایه د خلکو د لیږدولو لپاره د هلي کوپترو او د عاجلو خدماتو موټرو څخه کار اخلي او د سیمې له خلکو یې غوښتي چې د پیښې ځای ته دې نه ورځي.
دا مراسم د سولینګن ښار د ۶۵۰ مې کالیزې لمانځلو په مناسبت جوړ شوي و.

پولیسو لا ندي ویلي چې څومره کسان ټپي شویدي.

پولیسو ویلي چې د مشکوک شخص د پیدا کولو لپاره یې "ستر عملیات" پیل کړي او یوه وسیع سیمه یې کلابنده کړیده.

پولیسو د مشکوک بریدکوونکي په هکله نور معلومات ندي ورکړي.

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې د پیښې په ځای کې موجود و، ویلي چې د پولیسو ځانګړي ځواکونه هم رسیدلي دي.

په مطبوعاتو کې ویل شوي چې برید کوونکي په خلکو په چوټ اندازه توګه بریدونه کول.

دا په جرمني کې څوم ځل دی چې په خلکو د برید کولو لپاره له چاقو کار اخیستل کیږي.

د همدې روان میلادي کال د مې په میاشت کې هم په مظاهرې کې د پولیسو یو افسر د چاقو په برید کې ووژل شول او پنځه عام خلک ټپي شول.

د جرمنې د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر ژمنه کړې چې د چاقو پواسطه جنایي پیښو سره به مبارزه کوي.